Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: د یوه دولتي ښوونځي ښوونکو له ۱۰۰۰ زیاتو بې وزله نجونو او هلکانو ته وړیا ژمنی کورس پرانېستی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/02

په سوېل پکتیا ولایت په مرکز ګردیز  کې  د یوه دولتي ښوونځي ښوونکو ۱۱۰۰ بې زده کوونکو ته وړیا ژمنی کورس پرانېستی دی. 

ښوونکي وایي، روان بد اقتصادي وضعیت کې ډېری پلرونه اولادونو ته ډوډۍ نه شي برابرولی،د شخصي کورسونو لپاره به پیسې له کومه کړي او له همدې کبله یې پریکړه وکړه،چې بې وزله زده کوونکو ته وړیا کورس پرانیزي. 

د یاد کورس یو تن ښوونکی بورجان همراز وايي:« دوه میاشتي کېږي،چې د بې وزله زده کوونکو لپاره مو ژمنی کورس برابر کړی دی. دوه ښوونکي نور هم راسره دي او موږ پریکړه وکړه ، چې د بې وزله زده کوونکو لپاره وړیا کورس پرانیزو څو وخت یې ضایع نه شي.» 

د بې وزله کورنیو هلکان،چې دغه ژمني کورس ته د زده کړو لپاره راځي وايي، د نورو شخصي کورسونو لپاره پیسې نه لري او خوشاله دي،چې دلته په وړیا ډول زده کړې کوي.

د کورس یو تن زده کوونکی وايي:«موږ لپاره دلته ښه چانس دی،چې وړیا زده کړې کوو. دلته موږ د نورو شخصي کورسونو لپاره پیسې نه لرو.»  

د کورس یو بل زده کوونکی وايي:« دلته موږ په وړیا ډول زده کړې کوو،د انګلیسي او پښتو ژبو د تدریس تر څنګ د ساینسي مضامینو درس هم راکول کېږي.» 

د نجونو لپاره هم جلا ټوولګي جوړ شوي او هره ورځ ورته د پښتو او انګلیسي ژبو تر څنګ ساینسي مضمونونه هم تدریس کېږي. 

د کورس یوه  زده کوونکې  وايي:«موږ دلته هره ورځ راځو او د پښتو او انګلیسي تر څنګ کیمیا او نور مضامین هم راته تدریس کېږي او پیسې هم نه اخلي.» 

د بې وزله زده کوونکو لپاره د دغه وړیا ژمني کورس ښوونکي وایي، زده کوونکو ته د یوه احساس له مخې په وړیا ډول تدریس کوي او یوازې د قرطاسیې برخه کې ورسره یوه امریکا میشتي افغان مرسته کړې ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist