Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ته د پاکستان لوړ پوړي پلاوي سفر پر یو لړ ژمنو او هوکړو پایته ورسید

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/01

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي،له پاکستاني پلاوي سره په پخوانیو هوکړو بحثونه او ځينې مهمې ژمنې او هوکړې شوې دي.

سمنګانی وایي، له پاکستاني لوري سره پر ۲۵ مواردو بحثونه شوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د شخړو او امنیتي ستونزو مخنیوي په موخه پر ګډې کمېټې هوکړه شوې ده.

دغه راز سمنګانی وايي، له پاکستاني لوري سره د سوداګرو په ستونزو او ترڅنګ یې د اپټا تړون په تړاو هم خبرې شوي. 

سمنګاني زیاته کړه:« پر۲۵ مواردو باندي خبري وشوې.پراقتصادي ترانزیټي بحث وشو او د اپټآ تړون په تړاو هم خبرې وشوې،چي وړاندي د افغانستان او پاکستان ترمنځ شوی وو.» 

سمنګانی وايي، کابل او اسلام‌اباد هوکړه کړې،چې د ډيورنډ پر فرضي کرښه د امنیتي ستونزو د حل په موخه یوه ګډه کمېټه جوړه کړي او په راتلونکې کې د ستونزو او شخړو مخنیوی وکړي.

سمنګانی زیاتوي:« د ډيورند کرښې په اوږدو کي د امنیتي ستونزو د حل په موخه هم کمیټه جوړه شوه.»

که څه هم کابل د یاد پلاوي د سفر پایلو ته هیله‌ من دی،خو یو شمیر بیا په دې باور دي،چې دې سفر کې نوي څه نه وو او پایلو ته یې خوشبینه نه دي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځډران وايي:« موږ خو ډيره څه تازه په دې سفر کي نه وینو، ځکه ټول زاړه موارد دي،چي خبرې ور باندې شوي دي. اپټآ تړون دی٬ د کاري ډلي را استول افغانستان ته او د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګريز ستونزي.» 

د پاکستاني پلاوي سفر به وکولای شي،د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرتې ستونزي حل کړي او د اپټا تړون په بیا نوي کولو به غور وشي او که نه دا به وروسته مالوم شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist