Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کاریګرو ټولنه: له امریکا  غواړو د افغانستان کنګل شوې  شتمني ازاده کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/01

د افغانستان د کاریګرو مرکزي ټولنې  د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د سلواغلې پر ۱۱ مه» کابل کې د بې وزلۍ، بې کارۍ او د کنګل شوې شتمنۍ د منفي اغیزو په تړاو خبري ناسته  ترسره کړه. 

په ناسته کې د یادې  ټولنې مشر راز محمد احمدي وویل، لوېډیځ هېوادونه غواړي پرافغانستان د  اقتصادي بندیزونو پر دوام سره دلته وضعیت بحراني کړي.

احمدي له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه،چې د افغانستان کنګل کړې شتمني دې ازاده او نور دې له اقتصادي فشارونو لاس واخلي.

احمدي وايي:« ستر لاملونه دا دي،چې یوه اندازه پیسې د افغانو نړیوالې ټولنې کنګل کړي او دا لامل کېږي،چې خلک خپلو بانکي حسابونو ته لاس رسی ونه لري. دا زموږ پیسې کولی شي، په اقتصادي برخه کې موږ ته اساسي رول ولوبوي.» 

احمدي  له اسلامي امارت هم وغوښتل،چې پر کور دننه خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي، په طبیعي زېرمو پانګونه وکړي، تولیدي فابریکې جوړې کړي او د بازار اړتیا ته په کتو دې مسلکي کسان وروزي .

هغه زیاته کړه:« دا بشري ځواک چې له هېواده بهر کار کوي،د یوه هېواد په اقتصاد کې اساسي رول لري. هغه پیسې چې دوی په نورو هېوادونو کې ترلاسه کوي او دلته یي راوړي داسې ده لکه سره زر چې هېواد ته راوړې.» 

خیرالله هغه بې وزله کس دی،چې خپلې کورنۍ ته د کراچۍ په چلولو روزمره نفقه برابروي، خو شکایت کوي،چې ماشومان یې ډوډۍ غواړي او ده ته کار نه شته  دی،چې ډېری ورځې مازیګر مهال تش لاس کور ته ځي.

خیرالله زیاتوي:« بې کاري او بې روزګاري ده. ژوند مې تریخ دی اولادونه لرم،هغوی ټول ډوډۍ غواړي او زه یوازې کار کوم،نو مرستو ته اړتیا لرم.» 

د افغانستان د صنفي ټولنې شورا په ورته وخت کې شااوخوا زر بې وزله کسانو باندې ژمني لباسونه هم ووېشل، چې د بهر میشتو افغانانو په مالي مرسته یې برابر کړي وو.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist