Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د خوړو نړیوال پروګرام: له افغانستان سره د نړیوالو له خوا بشري مرستې اقتصادي ناورین نه شي حل کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/30

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اجرائيه مشرر ډيویډ بیسلي  یو ځل بیا په تازه مرکه کې ویلي، افغانستان کې له نیمايي زیات وګړي له لوږې او بې وزلۍ سره مخ دي. بېسلي ویلي،له شلو کلونو راهیسې افغانستان په جګړه کې دی او پایله یې دا ده،چې اوس مهال کابو ۲۳ میلیونه کسان لومړنیو خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

بیسلي زیاته کړې:«افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د سختو بیوزلو هیوادونو له ډلې و. افغانستان کې شل کلنې جګړې هرڅه دې حالت ته را رسولي اوس چې کوم وضعیت دی هغه ته فاجعه ویلی شو. ځکه هغه شمیر کسان چې د لوږې په درشل کې دي، ۲۳ میلیونه وګړي دي.» 

بیسلي هم منلې،چې د نړیوالو لخوا افغانستان سره بشري مرستې په اوږدمهال کې ګټورې نه دي، ځکه دغه مرستې یوازې د بېړني حالت لپاره دي.

 هغه زیاتوي:« بشري مرستې اوږدمهالې حل لار نه شي کیدای، اوږدمهال حل لار دا ده،چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره دا مرسته وکړي او داسې لارې چارې و مومي،چې د هغوی اقتصاد بېرته ورغوي. ځکه زموږ له لپاره په نړۍ کې د لوږۍ نورې مسلې هم دي او ښايي زموږ مرستې بسنه ونه کړي.»

اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان پوهان بیا وايي، ترهغې چې تولیدي اقتصاد د مصرفي اقتصاد ځای ونه نیسي او افغانان خپل ناورین په خپله درک نه‌کړي، بشري مرستې د افغانانو ژوند نه شي بدلولی او نه به بسنه وکړي.

 د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز عزیز وايي:« افغانستان له تیرو شلو کلونو راپدیخوا په زیاته پیمانه نړیوالې مرستې ترلاسه کړي،خو تر اوسه هم په دې نه دی توانیدلی،چې د دغه ډول ناورین دفاع وکړي.

 نو لازمه ده،چې نړیواله ټولنه په تولیدي اقتصاد او اقتصادي پرمختګ کې،د کانونو په استخراج کې او نورو برخو کې بلاعوضه مرسته وکړي.» 

د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام دغه اندیښنې داسې مهال څرګندوي،چې له‌ تېرو پنځه میاشتو راهیسې یې افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړی او پر نورو مرستندویه هېوادونو یې غږ کړی،چې د افغان ولس لاسنیوی وکړي او یوازې یې پری نږدي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist