Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د هند او مرکزي اسیا هېوادونو ناسته: د ا.ا  رسمیت پېژندلو او له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه پر یوه ګډه کاري کمېته پرېکړه شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/29

 د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په نوښت د پنجشنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۷مه»  د مرکزي آسیا له پنځو هېوادونو سره د افغانستان په تړاو پرلیکه  نانسته  ترسره شوې.

ناسته کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ګډون د قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، قزغستان او ترکمنستان مشرانو ګډون کړی وو. 

ناسته کې د اسلامي امارت رسمیت پیژندلو او له افغانانو سره د بشري مرستو رسولو برخه کې پر یوه ګډه کاري کمیټه پریکړه شوې ده.

د یادې پرلیکه ناستې په پریکړه لیک کې ویل شوي، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت تشکیل، له ترهګری او مخدره توکو قاچاق سره مبارزه،د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو خوندیتوب په برخو کې سیمه ییزه اجماع موجوده ده.

شنونکي  وايي، نړۍ باید له ټولګډونه حکومته خپل تعریف واضح کړي او په وینا یې هغه کسان دې نړیوالې محمکې ته راکش کړي،چې په افغانستان کې یې بشري جرمونه کړي دي.

 د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د سیمې ناسته تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې او راتلونکې کې به یې هم ورنه کړي. پوښتنه باید له نړیوالې ټولنې وشي،چې له ټول شموله حکومت څخه د دوی تعریف څه دی. دوی که په رېښتیا د بشر حقونو مدافعین وي،نو باید هغه څیرې نړیوالې محکمې ته راکاږي،چې جنګې جرایم یې کړي او بیا دې له طالبانو د ټول شموله حکومت غوښتنه وکړي.» 

بل خوا ځینې نور بیا په دې باور دي،چې دا ډول ناستو کې د اسلامي امارت استازو ته هم بلنه ورکړل شي،مثبتې پایلې به ولري،خو پر وینا یې  د افغانستان د قضیې اصلي لوری امریکا ده،چې باید خبرې ورسره وشي.

د پوځي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:« د ناورې ناسته ښه وه او که دا ناستې  ادامه پیدا کړي او طالبان هم په کې ګډون وکړي،نو د دوی د رسمیت پیژندنې سره مرسته کولی شي،خو اصلي خبرې باید له امریکا سره وشي،ځکه زموږ پیسې یې کنګل کړي دي. طالبان هم باید په خپلو کړنو کې انعطاف وښیي،تر څو نړۍ ورسره تعامل وکړي.» 

د افغانستان له بشري او سیاسي وضیعت سربېره په یاده ناسته کې د یوې بلې کاري کمیتې پر تشکیل هم هوکړه وشوه،چې مسوولیت به  یې د ایران چابهار بندر لا پیاوړي او کارنده کول وي.

هند له دې کار سره غواړي،د افغانستان په ګډون د مرکزي آسیا له پنځو هېوادونو سره خپلې سوداګریزي اړیکې پراخې کړي،ځکه یاد هېوادونه له هند سره یوازې ځمکنۍ نښلیدونکې لارې لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist