Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکومت په ارزانه بیه د ډبرو سکرو وېش پيل کړ

حکومت په ارزانه بیه د ډبرو سکرو وېش پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/12

د دولتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د شمال ډبرو سکرو دولتي شرکت له لوري، د کابل په ګډون په سړو ولایتونو کې د اړمنو کورنیو ملاتړ په موخه، په ارزانه بیه د لوړ کیفیت لرونکو ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل شوه.

د دولتي شرکتونو رییس وایي، د کابل په ګډون به په ټولو سړو ولایتونو کې ۱۳۰ زره ټنه ډبرو سکاره هېوادوالو ته په ارزانه بیه او لوړ کیفیت وړاندې کړي.

د دولتي شرکتونو رییس         احمد جان بلال وايي: « په لومړي پړاو کې به تقریبا ً ۱۳۰ زره ټنه سکاره هېواد والو ته وړاندې شي او که اړتیا پيدا شوه، نور به هم را انتقال شي. دا لړۍ به تر هغو روانه وي چې د ټولو هېوادوالو اړتیا پوره شي.»

د چارواکو په خبره، د ډبرو سکرو د وېش لومړی پړاو به د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې دوام ولري. دوی وایي، د وېش په مرکزونو کې د یو ‌ټن ‌‌ډبرو سکرو بیه ۶۸۰۰ افغانۍ ده، حال دا چې په عام بازار کې په ۱۳زره افغانۍ پلورل کېږي.

د دولتي شرکتونو رییس احمد جان بلال وايي: « هېوادوالو ته به سږ کال د هر ټن سکرو بیه په کابل کې ۶۸۰۰ افغانۍ وي. که څه هم موږ غوښتل سږ کې یې له دې هم ارزانه ورکړو، خو پر بې کیفیته تېلو د بندیز له امله د تېلو بیې لوړې شوې او له دې سره د ډبرو سکرو د انتقال نرخونه هم لوړ شول. که بیا هم په دې برخه کې بدلون راځي، زموږ قېمتونه به هم بدلون کوي. اوس د بازار عام نرخونه له ۱۳ تر ۱۴ افغانیو دي. پکتیا، پکتیکا، غزني، لوګر، میدان وردګ، کاپیسا، پروان او بامیان ولایتونو ته به په لومړي پړاو کې د سکرو د وېش لړۍ ورسېږي.»

د شمال ډبرو سکرو دولتي شرکت هېوادوالو ته په سږني ژمي کې د ‌‌ډبرو سکرو د چمتو کولو مسوولیت لري. مسوولین یې د هېوادوالو د اړتیا وړ ډبرو سکرو د وړاندې کولو ترڅنګ د خپلو پروسېس شویو معدني توکو د بشپړ کیفیت ډاډ ورکوي.

د شمال ډبرو سکرو دولتي شرکت د بازار موندنې آمر عبدالقیوم احمدزی وايي: « د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت د ژمي په فصل کې د ۱۲۰ زره ټنو په اندازه د ډبرو سکاره په ښه کیفیت له خپلو کانونو څخه پېرلي او د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ ته یې لېږدولي دي. دا سکاره له پروسېس وروسته د کابل ټولو ناحیو او سرد سېرو ولایتونو ته لېږدول شوي او هلته به په خلکو ووېشل شي.»

د امارتي شرکتونو د ریاست له لوري له عام بازار څخه په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د وېش مرکزونه داسې مهال پرانیستل کېږي چې د راپورونو له مخې، روان کال به په هېواد کې د وروستیو کلونو په پرتله ژمی اوږد او سوړ وي، هغه څه چې یو شمېر هېوادوال یې اوسني کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو د خپل زغم او حوصلې بله ازموینه بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist