Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا مستوفیت: یو شمېر شرکتونو له تېرو ۱۸ کالونو راهېسې مالیه نه ده ورکړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/17

د پکتیا مستوفي احمد الله حقاني وایي،په دغه ولایت کې  یو شمېر شرکتونه او اصناف یې له تیرو ۱۸ کلونو راهیسې پوروړي دي او تر اوسه پورې  یې مالیه نه ده تحویل کړې. 

حقاني  وايي، د دغو شرکتونو او اصنافو پر وړاندې به نږدې راتلونکي کې جدي اقدامات وشي. 

حقاني زیاته کړه:« بدبختانه باید ووایم،چې داسې شرکتونه او اصناف شته  دی،چې له ۱۳۸۲ کال راهیسې یې مالیات نه دي تحویل کړي. مرکز ته مو په دې اړه راپور ورکړی او نږدې راتلونکي کې به یې پر وړاندې جدي اقدامات وشي.»

حقاني پرته له دې چې د راټولو شویو عواید ارقام له رسنیو سره شریک کړي وایي، عوایدو کې یې د تیر کال پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی  دی.

نوموړی یې لامل له یو شمیر زورواکو او پنځو هغو ولسوالیو کې د عوایدو راټولول بولي، چې مخکې په کې د ناامنۍ له کبله مالیه نه وه راټوله شوې.

حقاني زیاتوي:« د عوایدو په فیصدي کې تقریبا له څلویښت تر ۱۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی او مرکز او ولسوالیو کې عواید په شفاف ډول راټول شوي دي.» 

یو شمیر صنعت کاران له اسلامي امارته غواړي،چې د صنعت له پیاوړتیا سره دې مرسته وکړي او په ځینو برخو کې دې دوی ته مالیات معاف کړي. 

صنعت کار فضل الدین جلالزی وايي:« اول څلور سلنه انتفاعي مالیه اخېستل کېږي،یو ځل ګمرک ورکوو، بیا څلور سلنه انتفاعي مالیه ،د جواز قیمت ورکوو او د جواز تصفیه ورکوو.»

 صنعت کار فضل الله بهاند بیا وايي:« نن سبا خصوصي سکتور دومره وده کړې ده،چې له ګاونډیو هېوادونو سره سیالي کولي شي،خو په دې شرط چې اسلامي امارت یې هر اړخېزه ملاتړ وکړي.»

د مستوفیت چارواکي وایي، تر راتلونکې یوې اوونۍ به پکتیا کې ملکي مامورینو ته د لړم او لیندۍ میاشتو تنخواوې هم ورکړل شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist