Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: د اقليم بدلون نړيوال کنفرانس ته افغانستان نه بلل، غيرعادلانه پرېکړه ده

چارواکي: د اقليم بدلون نړيوال کنفرانس ته افغانستان نه بلل، غيرعادلانه پرېکړه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/11

د مګرو ملتونو د اقلیمي بدلون دا نړیوال کنفرانس(کاپ ۳۰) د دوشنبې په شپه په برازیل کې جوړیږي چې پوره ۱۱ ورځې به ادامه ولري.

په دې کنفرانس کې د ګډونوالو هېوادونو استازي پر اقليمي بدلون او د ناوړه پايلو د مخنيوي پر لارو چارو خبرې کوي.

افغانستان کې د اقليمي بدلون په اړوند ورکشاپ کې د ملګرو ملتونو دا پرېکړه له نيوکې سره مخ شوه. د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په کاپ ۳۰ کنفرانس کې د ګډون له لارې نړيوالو ته د اقليمي بدلون د ناوړه پايلو په اړه حقایق بیانول یادوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع‌الحق خالص وايي: « متأسفانه په پای کې بیا هم افغانستان ته د نه ځواب ورکول کېږي او وايي چې افغانستان د ګډون حق نه لري. که نړۍ له افغانستان سره دا ډول چلن کوي، نو ښايي د دوی پرېکړې هم افغانانو ته د منلو وړ نه وي. کله چې د یوې څلوېښت میلیوني سیمې خلک له ستونزو سره مخ وي، مخامخ به نورو ځایونو ته هم سرایت کوي.»

د خالص په وینا، اقليمي بدلون په افغانستان کې د پرله پسې وچکاليو، د واورینو زېرمو د وېلې کېدو او د سېلابونو د راوتلو سبب ګرځي چې له امله يي هر کال کرنیز محصولات له منځه ځي.

خالص دغه راز وايي، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې او نورې ستونزې د خلکو د بېځایه کېدو سبب ګرځي.

مطیع‌الحق خالص زیاتوي: « له بده مرغه بیا هم د افغانستان د خلکو پر خوله لاس کېښودل شو او ورته وویل شول چې تاسو نه شی کولی خپل مشکلات له نړیوالو سره شریک کړی. سړی حیران شي چې نړۍ د اقلیمي او نړیوال عدالت چغې وهي؛ عدالت خو دا دی چې هرڅوک خپل غږ پورته کړي او استدلال وکړي. هغه ستونزې له نړیوالو سره شریکې کړي چې د همدې نړیوالو له امله پېښې شوې دي. په داسې حال کې چې د اقلیم له بدلون څخه زموږ ولسونه متضرر دي، اجازه نه ورکول کېږي چې خپل غږ تر نړۍ ورسوي.»

ځينې متخصصان هم کاپ ۳۰ کنفرانس ته د اسلامي امارت د پلاوي په نه وربللو انتقاد کوي او وايي، افغانستان یوله هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله زیات زیانمن شوی.

د چاپېریال ساتنې کارپوه عزت‌الله صدیقي وايي: « افغانستان ته باید میلیاردونه ډالر ورکړل شي. د همدې لپاره د افغانستان اوسني دولت د خپل مشارکت سند چمتو کړی او په کې غوښتنه شوې چې له ۲۰۲۰ تر ۲۰۳۰ کاله باید افغانستان ته  ۲۰ میلیارد ډالره ورکړل شي.» 

د کاپ دېرش(COP30) سږني کنفرانس ته چې د برازیل په کوربه توب جوړیږي، د ۱۹۸ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشران او د حکومتونو، خصوصي سکټورنو، مدني ټولنو او رسنيو استازي وربلل شوي.

تمه ده چې په دې لوی کنفرانس کې به له اقليمي بدلون د افغانستان په شمول د بېوزله هېوادونو د زیانمنېدو د مخنيوي په اړه هم لازمې پرېکړې وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist