Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ګراهم: ټرمپ دې له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په تړاو وضاحت ورکړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/22

د امریکا سنا مجلس له افغانستان د سرتېرو ایستلو په تړاو له ولسمشر ټرمپ د وضاحت غوښتنه کړې.

امریکايي سناتور لېنډسي ګراهم له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي؛ د امریکا ولسمشر باید سنا غونډې ته وروغوښتل شي او له افغانستان او سوریې څخه د سرتېرو وتلو په تړاو دې مالومات ورکړي.

هغه ویلي؛ په افغانستان کې وسله والو ډلو ماته نه ده خوړلي او د وتلو په صورت کې به دوی پر امریکا بیا بریدونه وکړي.

له دې سره د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د اووه زره ځواکونو د وتلو په اړه غور کوي.

یو شمېر امریکایي رسنیو د پنټاګون د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې ولسمشر ټرمپ له سوریې وروسته په دې غور کوي چې په افغانستان کې هم د خپلو پوځیانو شمېر نمایي ته راکم کړي.

د امریکا د دې احتمالي پلان پر اساس په پام کې ده چې له افغانستان څخه تر راتلونکي اوړي پورې اووه زره پوځیان وایستل شي.

خو افغان حکومت وایي، د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان د امنیت پر وضعیت بد اغېز نه شي کولای.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي، په وروستیو څلور نیمو کلونو کې د امنیتي چارو مسوولیت په بشپړ ډول د افغانانو په لاس کې وو.

اوسمهال امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتیري لري .

طالبان بیا د سولې خبرو لپاره لومړی شرط د بهرنیوځواکونو وتل په ګوته کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist