راپورونه وايي، امریکا له افغانانو سره ۳۰۸ میلیونو ډالرو بشري مرستې کوي،چې په افغانستان کې به د یو ایس اې ډي له خوا مصرف شي.
که څه هم له افغانانو سره د بشري مرستو هرکلی کېږي،خو د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي،چې دغه مرستې د افغانانو ستونزې نه شي حل کولی او یوازې د لندمهال لپاره بسنه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی نورالله عزیز عزیز وايي:« دا باید په هغه شکل باندې تنظیم شي،چې د مصرفي اقتصاد پر ځای موږ تولیدي اقتصاد ته وده ورکړو. کوچنۍ پروژې چې په کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې دي،پر هغو باندې پانګونه وشي. له یوې خوا خلکو ته کار پیدا شي او له بلې خوا تولید هم ترسره شي.»
افغانستان ته په تېرو شلو کلونو کې شااوخوا ۷۸ میلیارده ډالر راغلي،خو دغه مرستې په بنسټیزو پروژو او د افغانستان د خودکفايي لپاره نه دي لګول شوي .
اوس اقتصاد پوهان ټینګار کوي،چې اسلامي امارت باید پخپل چلن کې بدلون راولي او د نړیوال مالي ملاتړ لپاره لومړی باید نړیوال اعتبار رامنځ ته کړي.
د اقتصادي چارو پوه عبدالقادر جیلاني زیاتوي:«اما تر اوسه نړیوالو دغه بشري مرستې نه دي استولي او لامل یې دا دی،چې نړیوال اوس هم پر طالبانو باور نه لري، طالبان باید د باور تر لاسه کولو لپاره ښه سیاست او سالمه ډیپلوماسي غوره کړي. چې وکړای شو،د هېواد دننه او بهر مشروعیت ترلاسه کړي.»
یو شمیر نور بیا وايي،دغه بشري مرستې له افغانستان سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولای او ملګرو ملتونه او امریکا هم یوازې د خپلو کارکوونکو د معاشاتو پوره کولو لپاره دا غږ کوي.
د اقتصادي چارو پوه لعل ځاځی وايي:« په دې وروستیو کې چې کومې بشري مرستې وشوې او عملآ د تذکرو ویش روان دی. په دې کې نمايې برخه یا ۵۰ سلنه یې د بنسټونو کارکوونکو ته ورکول کېږي. دا یوه ډېره عمده ستونزه ده،چې باید داسې نه وای شوي او باید داسې نه وای شوي.»
همدا راز ملګرو ملتونو هم له نړیوالو غوښتي دي،چې له افغانانو سره د بشري مرستې په موخه دې دوی ته څه باندې ۵ میلیارده ډالر ورکړي،چې افغانانو ته یې ورسوي.