Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

امریکا له افغانانو سره د ۳۰۸ میلیونو ډالرو مرستې اعلان وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/12

راپورونه وايي، امریکا له افغانانو سره ۳۰۸ میلیونو ډالرو بشري مرستې کوي،چې  په افغانستان کې به  د یو ایس اې ډي له خوا مصرف شي. 

که څه هم له افغانانو سره د بشري مرستو هرکلی کېږي،خو د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې  باور دي،چې دغه مرستې د افغانانو ستونزې نه شي حل کولی او یوازې د لندمهال لپاره بسنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی  نورالله عزیز عزیز وايي:« دا باید په هغه شکل باندې تنظیم شي،چې د مصرفي اقتصاد پر ځای موږ تولیدي اقتصاد ته وده ورکړو. کوچنۍ پروژې چې په کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې دي،پر هغو باندې پانګونه وشي. له یوې خوا خلکو ته کار پیدا شي او له بلې خوا تولید هم ترسره شي.» 

افغانستان ته په تېرو شلو کلونو کې شااوخوا ۷۸ میلیارده ډالر راغلي،خو دغه مرستې په بنسټیزو پروژو او د افغانستان د خودکفايي لپاره نه دي لګول شوي .

اوس اقتصاد پوهان ټینګار کوي،چې  اسلامي امارت باید پخپل چلن کې بدلون راولي او د نړیوال مالي ملاتړ لپاره لومړی باید نړیوال اعتبار رامنځ ته کړي.

 د اقتصادي چارو پوه عبدالقادر جیلاني  زیاتوي:«اما تر اوسه نړیوالو دغه بشري مرستې نه دي استولي او لامل یې دا دی،چې نړیوال اوس هم پر طالبانو باور نه لري، طالبان باید د باور تر لاسه کولو لپاره ښه سیاست او سالمه ډیپلوماسي غوره کړي. چې وکړای شو،د هېواد دننه او بهر مشروعیت ترلاسه کړي.» 

یو شمیر نور بیا وايي،دغه بشري مرستې له افغانستان سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولای او ملګرو ملتونه او امریکا هم یوازې د خپلو کارکوونکو د معاشاتو پوره کولو لپاره دا غږ کوي.

 د اقتصادي چارو پوه  لعل ځاځی وايي:« په دې وروستیو کې چې کومې بشري مرستې وشوې او عملآ د تذکرو ویش روان دی. په دې کې نمايې برخه یا ۵۰ سلنه یې د بنسټونو کارکوونکو ته ورکول کېږي. دا یوه ډېره عمده ستونزه ده،چې باید داسې نه وای شوي او باید داسې نه وای شوي.» 

همدا راز ملګرو ملتونو هم له نړیوالو غوښتي دي،چې له افغانانو سره د بشري مرستې په موخه دې دوی ته څه باندې ۵ میلیارده ډالر ورکړي،چې افغانانو ته یې ورسوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist