Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سره میاشت: روان کال مو خدمات د تېر کال په پرتله دېرش سلنه زیات شوي

سره میاشت: روان کال مو خدمات د تېر کال په پرتله دېرش سلنه زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/05

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو په هېواد کې د یوه کال خدمتونو راپور کندهار د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال شریک کړ.
د دې ادارې مسوولینو وویل، تېر کال یې په ټول هېواد له ۳۳۵ زره زیاتو راستنو شویو هېوادوالو ته مرستې رسولې دي، د طبیعي پېښو له ۵۱۱  زره زیاتو زیانمنو لاسنیوی يې کړی او نږدې ۳ میلیونه ۸۰۰ زره کسانو ته يې د روغتیایي خدمتونو او درملنې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د دوی په خبره، د تېر کال په پرتله د امنیت له امله خدماتو کچه ۳۰ سلنه زیاته شوې.

د افغانستان سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر غړی وحیدالله حیدري وايي: « زموږ خدمتونه او فعالیتونه د تېر کال په پرتله تقریبا ً ۳۰ سلنه زیات شوي. ځینې وجوهات یې دا دي چې د ټول هېواد په کچه امنیت ښه شوی او هغه ټولې اسانتیاوې برابرې دي چې زموږ ورته اړتیا ده. همدارنګه لرې پرتو سیمو ته زموږ روغتیايي، مرستندویه او ژغورندویه ټیمونه رسیدګي کولی شي.»

سره له دې چې سره میاشت خپل خدمتونه تر نورو کالونو ښه او ډېر ښيي، خو په ورته مهال له نړیوالو بنسټونو او سوداګرو هم غوښتنه کوي چې له دوی سره مالي ملاتړ او همکاري ډېره کړي.

وحیدالله حیدري په دې اړه وايي: « زموږ د خدمتونو مهم اهداف دا دي چې ولس ته خدمات ورسوو، د پېښو پرمهال خپل خلک وژغورو، کډوالو او راستنېدونکو ته امکانات برابر کړو. همدارنګه هغو لرو پرتو سیمو کې چې هلته کلینیکونه نه وي یا مرستې نه ورسېږي، په دې سیمو کې بېوزله کورنۍ په نښه او مرستې ورسره وکړي.»

د کندهار سرې میاشتې مطبوعاتي مسوول مفتي محمد شعیب حقاني وايي: « موږ د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره ثابت کلینیکونه لرو چې په ښارونو کې فعالیت لري، بل زموږ ګرځند کلینیکونه دي چې تر اوسه په محدودو ولسوالیو کې فعالیت لري؛ د مثال په توګه په معرف ولسوالۍ، دامان او بولدک ولسوالیو کې شته دي. د امکاناتو په برابرېدو سره به نورو ولسوالیو ته هم دا خدمتونه وغځوو.»

بله خوا، د کندهار یو شمېر اوسېدونکي چې د سرې میاشتې له خدمتونو برخمن دي، د دغو خدمتونو پر دوام او ورته مهال  نورو سیمو ته د غځېدو غوښتنه کوي.
د کندهار اوسېدونکی نقیب احمد وايي: « که د نورو نړیوالو بنسټونو مرستې نه وي، دوی په یوازې ځان نه شي کولی ټولو خلکو ته ورسېږي.»

د کندهار اوسېدونکی عبدالسمېع وايي: « زه له خلکو غوښتنه کوم چې له مرستون سره مرستې وکړي، ترڅو یې هغوی د خلکو او یتیمانو لپاره ولګوي.

د کندهار اوسېدونکی عطا الله وايي: « زه یتیم یم او زما په څېر دلته نور یتیمان او بېوزلان هم شته دي. زما غوښتنه دا ده چې موسسې او خانان له دې مرستون سره مرسته وکړي، ترڅو د یتیمانو پالنه وشي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنه په داسې حال کې د خپلو خدمتونو د زیاتوالي خبر ورکوي چې د خلکو په خبره، د ولسوالیو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکي لا هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د دې ادارې د لا ډېرو او پراخو خدمتونو غوښتونه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist