Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سمنګان زلزله ځپلي د لومړنیو او بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

د سمنګان زلزله ځپلي د لومړنیو او بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/05

امرالله د خلم ولسوالۍ ملا سعدي سیمې اوسېدونکی دی، زلزلې يې کور نړولی او د امکاناتو نه لرلو له امله اوس د کورنۍ له غړیو سره بي سرپناه دی.
د خلم ولسوالۍ زلزله ځپلی امرالله وايي: « په لومړي ګام کې یوې خېمې ته اړتیا لرم چې په کې و اوسېږو، دویم خوراکي توکي نه لرو، اوبه نه شته، ښځې او ماشومان وږي ناست دي. کور ویجاړ شوی، دېوالونه یې چپه شول او هر څه ترې لاندې دي.»

د زلزلې یوبل زیانمن ناصر وايي: « د ځینو خلکو کورونه په بل مخ پراته دي او د خاورو لرې کولو وس نه لري. که داسې چې یو سکواټر را وستل شي او دا خاورې لرې کړي، ترڅو خلک بېرته په کې ځای جوړ کړي.»

د سرې میاشتې لومړنيو ارقامو پر بنسټ د وړمې شپې زلزلې بلخ کې ۶۰۷ او سمنګان کې ۳۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د دوی په وینا، سیمه کې یې تخنیکي ټیمونه پر سروې او لومړنیو مرستو بوخت دي.

د شمال زون سرې میاشتې ټولنې نشراتو مدیر محمد کریم صالح زاده وايي: « د شمال زون په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د زلزلې له امله ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي. زموږ د لومړنیو معلوماتو له مخې، په بلخ ولایت کې ۶۰۷ کورونه ویجاړ شوي دي. دا مهال د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې زموږ ۴ ټیمونه په سروې بوخت دي، خو د لومړنیو معلوماتو له مخې هلته هم ۳۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.»

په ورته مهال، د خلم ولسوالۍ سیمه ییز مسوولین که څه هم زلزله ځپلو ته له خپلو هر راز مرستو او همکاریو ډاډ ورکوي، خو پر نړیوالو همکارو بنسټونو هم غږ کوي چې د زیانمنو په لاسنیوي کې برخه واخلي.

د خلم ولسوال عبدالقادر حامد وايي: « تر اوسه لازمې او کافي مرستې نه دي شوې. له ټولو خیریه بنسټونو، سوداګرو، ټولو ملي او نړیوالو موسسو څخه غوښتنه کوم چې د زلزله ځپلو خلکو لاسنیوی وکړي، ځکه چې ژمی را روان دی او باید هر څومره ژر چې کېږي، دوی ته سرپناه برابره شي.»

د بلخ، سمنګان، بغلان جوزجان او کندوز ولایتونو ځایې چارواکو د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، د تېرې دوشنبې شپې زلزلې۸۲۰ تنه ژوبل کړي او له۳۱ تنو یې ژوند اخیستی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist