د ويلچير باسکېټبال ملي لوبډله په ۱۲ کسیز ترکيب سره په اسيا جام سياليو کې د ګډون په موخه د ټالنډ پلازمېنې بنکاک ته روانه شوه.
دغه سيالۍ چې ټاکل شوې د ۱۵ هېوادونو د ويلچير لوبډلې به په کې ګډون وکړي چې د روانې نومبر په ۶مه به پيل شي او ۱۵ ورځې بيا دوام وکړي.
د المپيک ملي کمېټې چارواکي وايي، افغان لوبغاړي له یوه کال راهیسې يادو سياليو ته پر چمتووالي بوخت وو او له همدې امله به د ويلچير باسکېټبال اسيا جام په سياليو کې له بشپړ چمتووالي سره ګډون وکړي.
د المپیک ملي کمېټې ریيس احمدالله وثیق وايي: « زما ډېره تمه ده، ځکه چې زموږ دا لوبغاړي چې معلولین دي خو له معلولیت سربېره په تمریناتو کې ډېره خواري کوي. له دې وړاندې هم په دې برخه کې زموږ لوبغاړي تللي او ښې لاسته راوړنې یې لرلې. زما ډېر امید دی چې دا لوبډله به هم ډک لاس بېرته راځي.»
د ويلچير باسکېټبال ملي لوبډلې روزونکي د لوبډلې چمتووالي ته په پام ډاډه دي چې د اسيا جام په سياليو کې به ښه وځلېږي.
د ويلچير باسکېټبال ملي لوبډلې روزونکی قوامالدین غفوري وايي: « له افغانستان څخه ۱۲ تنه لوبغاړي، ۲ تنه روزونکي او یو تن ریفري لرو. همدارنګه یو تن کلاسفایر دی چې په انټرنېشنل برخه کې کار کوي. ټولټال ۱۶ تنه دا ورزشي اردو د ویلچر باسکېټ بال ده چې د ټایلنډ پلازمېنې بنکاک ته به ځي.»
د اسيا جام په تازه پيل کېدونکو سياليو کې به د مهالوېش له مخې افغان لوبدله په بي ګروپ کې له سيالو لوبډلو سره ولوبېږي.
د باسکېټبال فډراسیون ریيس شکرالله ځیرک وايي: « په دې لوبو کې د افغانستان په ګډون ۱۵ هېوادونه ګډون کوي. د دې لپاره زموږ لوبغاړو له تېرې یوې میاشتې راهیسې ځانګړي تمرینات لرل. له ځانګړې روحيې او عزم سره به ګډون کوو.»
له دې وړاندې د فوټسال تنکيو ځوانانو ملي لوبډلې هم په عمان کې د اسيايي لوبو د فوټسال اتلولي وګټله چې د عامو افغانانو له لوري يې په پراخه کچه هرکلی وشو.