د پکتیا کرنې ریاست په همکارۍ د یوې مرستندویه موسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت احمدابا، وزې ځدراڼ او څمکنیو ولسوالیو ۱۵۰۰ کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کيمياوي سرې د وېش بهیر پیل شو.
ځايي مسولین وايي، غواړي د یاد پروګرام په مرسته د کروندګرو اقتصادي وضعیت کې ښه والی راشي.
د پکتیا کرنې رییس سیدامین هاشمي وايي: « دا ولسونه او دهقانان ډېر حق لري او باید په هره برخه کې د دوی لاسنیوی وشي. موږ کوښښ کوو چې د دوی د پرمختګ او لاسنیوي لپاره هر ډول وسایل چمتو او په واک کې ورکړو. باید زراعت مکانیزه او زړې لارې چارې بدلې شي، ترڅو د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي.»
په ورته مهال، د دې ولایت ګروندګر که څه هم دا مرستې د خپلو حاصلاتو لپاره ګټورې بولي، خو غوښتنه کوي چې د اوبو د مهارولو، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ورکولو، باغونو او د کرنیزو توکو د وېش په برخو کې دې ورسره همکارۍ لا پراخې شي، ترڅو د کرنیز سکټور په مرسته د خلکو اقتصادي وضعیت ښه او پرمخ لاړ شي.
کروندګر نیازک میر وايي: « دا تخمونه ښه کیفیت لري او ښه نتیجه یې ورکړې ده. موږ غواړو دا تخمونه نور هم زیات شي، ترڅو حاصلات ورسره زیات شي.»
کروندګر تاج محمد وايي: « موږ سبزیجات د دې لپاره نه کرو چې د ساتلو لپاره یې سړې خونې نه لرو؛ پیاز، کچالو او تازه ترکارۍ خرابېږي. که څه هم د تازه مېوو لپاره سړې خونې شته، خو ډېر لږ ظرفیت لري او حتا د هغو ځایونو د باغونو لپاره بسنه نه کوي چې دا خونې هلته جوړې دي.»
پکتیا د هېواد په سوېل ختیځ کې پروت یو غرنی ولایت دی چې ګڼ اوسېدونکي يې په مالدارۍ او کرنه بوخت دي، خو تېر کال یې اکثریت فصلونه سختې وچکالۍ وځپل.
سږکال ځایي مسوولان ډاډ ورکوي چې راتلوونکی کال به د کروندګرو د مالي ملاتړ او باغدارۍ په برخو کې لا پراخو همکاریو ته دوام ورکړي.