Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیا کې کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرې وېش پیل شو

پکتیا کې کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرې وېش پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/28

د پکتیا کرنې ریاست په همکارۍ د یوې مرستندویه موسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت احمدابا، وزې ځدراڼ او څمکنیو ولسوالیو ۱۵۰۰ کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کيمياوي سرې د وېش بهیر پیل شو.

ځايي مسولین وايي، غواړي د یاد پروګرام په مرسته د کروندګرو اقتصادي وضعیت کې ښه والی راشي.

د پکتیا کرنې رییس سیدامین هاشمي وايي: « دا ولسونه او دهقانان ډېر حق لري او باید په هره برخه کې د دوی لاسنیوی وشي. موږ کوښښ کوو چې د دوی د پرمختګ او لاسنیوي لپاره هر ډول وسایل چمتو او په واک کې ورکړو. باید زراعت مکانیزه او زړې لارې چارې بدلې شي، ترڅو د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي.»

په ورته مهال،  د دې ولایت ګروندګر که څه هم دا مرستې د خپلو حاصلاتو لپاره ګټورې بولي، خو غوښتنه کوي چې د اوبو د مهارولو، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ورکولو، باغونو او د کرنیزو توکو د وېش په برخو کې دې ورسره همکارۍ لا پراخې شي، ترڅو د کرنیز سکټور په مرسته د خلکو اقتصادي وضعیت ښه او پرمخ لاړ شي.

کروندګر نیازک میر وايي: « دا تخمونه ښه کیفیت لري او ښه نتیجه یې ورکړې ده. موږ غواړو دا تخمونه نور هم زیات شي، ترڅو حاصلات ورسره زیات شي.»

کروندګر تاج محمد وايي: « موږ سبزیجات د دې لپاره نه کرو چې د ساتلو لپاره یې سړې خونې نه لرو؛ پیاز، کچالو او تازه ترکارۍ خرابېږي. که څه هم د تازه مېوو لپاره سړې خونې شته، خو ډېر لږ ظرفیت لري او حتا د هغو ځایونو د باغونو لپاره بسنه نه کوي چې دا خونې هلته جوړې دي.»

پکتیا د هېواد په سوېل ختیځ کې پروت یو غرنی ولایت دی چې ګڼ اوسېدونکي يې په مالدارۍ او کرنه بوخت دي، خو تېر کال یې اکثریت فصلونه سختې وچکالۍ وځپل.

سږکال ځایي مسوولان ډاډ ورکوي چې راتلوونکی کال به د کروندګرو د مالي ملاتړ او باغدارۍ په برخو کې لا پراخو همکاریو ته دوام ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist