Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان او حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون ا.ا د بشر ضد پر جرمونو تورن کړی

بښنې نړیوال سازمان: تور لیست کې د بلوڅ مشرانو شاملول د بشري حقونو سپکاوی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/25

وروسته له هغې چې د پاکستان پوځي رژیم د ګڼو بلوڅ ازادي غوښتونکو مشرانو نومونه د ترهګرۍ په لېست کې شامل کړل، د بښنې نړیوال سازمان یې په اړه تند غبرګون وښود.

سویلي اسیا لپاره د دې سازمان ادارې تازه په یوې اعلامیه کې دغه اقدام له دلیل پرته د مدني فعالانو د ځپنې خپلسری ګام بللی.

په اعلامیه کې پر بلوڅ مدني فعالانو بندیز او د ترهګرو په لیست کې د هغوی شاملول د بشري حقونو، شخصي حریم، مدني او د فعالیت ازادیو ته سپکاوی یاد کړی.

د اعلامیې یوه برخه:« هغه خپلسری اقدام چې له مخې یې د بلوڅ فعالانو په ګډون ځینې کسان د ترهګرو په لیست کې شامل شوي، پرته له دې چې د دغې پرېکړې د ننګولو فرصت ورکړل شي؛ د بشري حقونو، شخصي حریم، مدني او د فعالیت ازادیو ته سپکاوی دی.»

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د پاکستان پوځي رژیم له اوږدې مودې راهیسې له ترهګرۍ ضد قانون د وسلې په توګه کار اخیستی چې له زور په استفادې پرې مخالفې او ازادي پلوه مفکورې ځپي.

دې سازمان له یاد هېواد غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي او خلکو ته د فعالیت او مشروع ازادیو ته د لاسرسي حق ورکړي.

د اعلامیې یوه برخه:« د بښنيې نړیوال سازمان له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد قانون پر وړاندې خپلې اندېښنې شریکې کړي، ځکه دغه قانون د بشر حقونو نړیوالو سټنډردونو سره په ټکر کې دی، د دې اجازه ورکوي چې خلک له دلایلو پرته ونیول شي او یا د خپلو بشري حقونو د استفادې له کبله پرې بندیز وضع شي او د عادلانه محاکمې زمینه ورته نه برابروي. دغه قانون په منظم ډول د یوې وسلې په توګه د مخالفو نظرونو او نیوکو د ځپلو او د غږونو د چوپولو په موخه کارول شوی.»

د سیاسي چارو شنونکي هم د پاکستان پوځي رژیم دغه پرېکړه ننګوي او وايي، یاد هېواد له خپل ایجاد راهیسې تل مخالف غږونه په یوه او بله پلمه ځپلي او له صحنې یې لرې کړي.

دوی وايي، د دې هېواد پوځ چې په پاکستان کې د یو ټولواک په توګه عمل کوي او د سیاسي او پوځي دستګاه چارې یې په لاس کې اخیستي، نه یوازې په خیبرپښتونخواه او بلوچستان بلکې پخپله پاکستان کې هم د مخالفینو ځپلو ته دوام ورکوي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« بلوڅان اوس نه بلکې له هغې ورځ چې د پاکستان په نوم هېواد رامنځته شو، په هماغه وخت کې دوی په دې باور نه وو چې پاکستان دې وي. دوی له هماغې ورځې د ازادۍ بښوونکې مبارزه شروع کړې او لا تر اوسه. نو که چیرې دوی دغه شان اقدامات کوي، دا به د دوی لپاره بهانه جوړوي چې مشرانو او ډلې یې وځپي او بله موخه نه لري.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« زه فکر کوم چې دغه ډول د پاکستان حکومت تورونه چې پر خپلو مخالفینو یې لګوي، دا د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او دا د مدني حقوقو خلاف عمل هم دی چې یو څوک دې خپل حق غواړي او هغه هم پر سوله ییزه بڼه، د ډېموکراسۍ په رڼا کې او بیا دې پرې دا ډول تورونه ولګول کېږي.»

دا داسې مهال ده چې د پاکستان پوځي رژیم د روانې اوکټوبر پر دویمه او ۱۶مه نېټه د بلوڅ ازادي غوښتونکو مشرانو او فعالینو په ګډون ۳۲ کسان چې ښځې هم په کې دي، د ترهګرۍ لیست کې شامل کړل.

په دې اساس پر یادو کسانو د ازادۍ او په عامه غونډو کې د فعالیت سخت بندیزونه لګېدلي چې له مخې یې دوی نه شي کولی له مشخص شویو سیمو ووځي او حکومتي چارواکو ته د دې حق ورکوي چې هرکله ترې څېړنې وکړي او د دوی او کورنیو مالي سرچینې ورکنګل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist