هند ته د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي له سفر يوه اوونۍ وروسته، دې هېواد په کابل کې خپل تخنيکي ماموريت د سفارت کچې ته لوړ کړ او اعلان يې وکړ چې سر له همدا اوس يې په کابل کې سفارت فعال دی.
د هند بهرنيو چارو وزارت ویلي، دا پرېکړه يې له افغانستان سره په ټولو برخو کې د اړيکو پراختيا ته ژمنتیا څرګندوي او د افغانستان پرمختیا، بشري مرستو او ظرفیت جوړونې هڅو کې به د نوي ډهلي ونډه لا غښتلې کړي.
اسلامي امارت د دې پرېکړې هرکلی کړی او له هند سره يې د افغانستان اړيکې تاریخي او مهمې بللې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: « دا ډېره مهمه ده، ځکه هند د سیمې یو ډېر مهم هېواد دی. د افغانستان او هند ترمنځ د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا ډول ارتباط نه و شوی. موږ تمه لرو چې له هند سره په تګ راتګ کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.»
څارونکي وایي، هند تل هڅه کړې چې له افغانستان سره ښې او مثبتې اړیکې وساتي او په خبره یې، د هند تازه ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا باوري کړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم د دواړو هېوادونو ترمنځ به سیاسي رغونو ته لاره هواره شي؛ همدارنګه په اقتصادي برخه کې به هم دواړه هېوادونه یو بل ته موثر واقع شي. موږ پوهېږو چې چابهار بندر د افغانستان او هند لپاره ډېر مهم دی.»
ځينې نور شنونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ ترينګلتياوې هغه فرصت يادوي چې وايي نوي ډهلي ته يې له کابل سره د اړيکو پراخولو چانس ورکړی او دا څه په راتلونکې کې هم دغه هېواد ته ورته زمينه برابرولی شي.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د هند او امارت ترمنځ به اړیکې نورې هم ګرمې شي او د دې یو ستر لامل دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روابط ترینګلي کېږي. په هره اندازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روابط خرابېږي، په همدې اندازه به هند او طالبان سره نږدې کېږي.»
د هند له تازه ګام سره هممهاله د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني هم په یوه تازه فرمان کې مردف القاشوطي د افغانستان لپاره د دې هېواد فوق العاده سفیر ګمارلی دی. القاشوطي له دې وړاندې په کابل کې د قطر سفارت چارسمبالی پاتې شوی.