Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند: افغانستان سره د اړیکو پراخولو هوډ لرو

هند: افغانستان سره د اړیکو پراخولو هوډ لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/23

هند ته د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي له سفر يوه اوونۍ وروسته، دې هېواد په کابل کې خپل تخنيکي ماموريت د سفارت کچې ته لوړ کړ او اعلان يې وکړ چې سر له همدا اوس يې په کابل کې سفارت فعال دی.

د هند بهرنيو چارو وزارت ویلي، دا پرېکړه يې له افغانستان سره په ټولو برخو کې د اړيکو پراختيا ته ژمنتیا څرګندوي او د افغانستان پرمختیا، بشري مرستو او ظرفیت جوړونې هڅو کې به د نوي ډهلي ونډه لا غښتلې کړي.

اسلامي امارت د دې پرېکړې هرکلی کړی او له هند سره يې د افغانستان اړيکې تاریخي او مهمې بللې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: « دا ډېره مهمه ده، ځکه هند د سیمې یو ډېر مهم هېواد دی. د افغانستان او هند ترمنځ د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا ډول ارتباط نه و شوی. موږ تمه لرو چې له هند سره په تګ راتګ کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.» 

څارونکي وایي، هند تل هڅه کړې چې له افغانستان سره ښې او مثبتې اړیکې وساتي او په خبره یې، د هند تازه ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا باوري کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم د دواړو هېوادونو ترمنځ به سیاسي رغونو ته لاره هواره شي؛ همدارنګه په اقتصادي برخه کې به هم دواړه هېوادونه یو بل ته موثر واقع شي. موږ پوهېږو چې چابهار بندر د افغانستان او هند لپاره ډېر مهم دی.»

ځينې نور شنونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ ترينګلتياوې هغه فرصت يادوي چې وايي نوي ډهلي ته يې له کابل سره د اړيکو پراخولو چانس ورکړی او دا څه په راتلونکې کې هم دغه هېواد ته ورته زمينه برابرولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د هند او امارت ترمنځ به اړیکې نورې هم ګرمې شي او د دې یو ستر لامل دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روابط ترینګلي کېږي. په هره اندازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روابط خرابېږي، په همدې اندازه به هند او طالبان سره نږدې کېږي.»

د هند له تازه ګام سره هم‌مهاله د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال‌ثاني هم په یوه تازه فرمان کې مردف القاشوطي د افغانستان لپاره د دې هېواد فوق العاده سفیر ګمارلی دی. القاشوطي له دې وړاندې په کابل کې د قطر سفارت چارسمبالی پاتې شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist