Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیې او چین له افغانستان او پاکستان د زغم غوښتنه کړې

روسیه: د کابل – اسلام اباد ترمنځ د اوربند هوکړه د سیمې ثبات لپاره مهم ګام دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/22

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له جګړې او د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۹مه په دوحه کې د اوربند هوکړې له لاسلیک وروسته، دغه ګام د يو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له لوري ستایل شوی.

تر ټولو تازه غبرګون کې روسیې له دواړو خواوو غوښتي چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او لا ډېرو همکاریو ته زمینه برابره کړي.

ایران، مصر او کوېټ هم په جلا جلا ډول هیله ښودلې چې د اوربند د هوکړې لاسلیک کېدل به تاوتریخوالی راکم او په سیمه کې امنیت او ثبات ته لاره هواره کړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي: « موږ د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د دوه اړخیز اوربند او د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرښې په اږدو کې د ډزبندۍ له هوکړې چې د قطري او ترکي چارواکو په منځګړیتوب ترسره شوې، هرکلی کوو. موږ پر دواړو خواوو غږ کوو چې د ترهګرۍ ضد مسایلو په شمول د همکارۍ تعامل وغځوي.»

د اسلامي همکاریو سازمان هم د دې ګام له کبله دواړو لورو ته مبارکي ویلې او هیله یې ښودلې،چې دغه څه ګډ پوهاوي، همغږۍ او د ښو اړیکو پیل ته زمینه برابره کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان په اعلامیه کې راغلي: « د اسلامي همکاریو سازمان هوکړې ته د رسېدو له کبله دواړو هېوادونو ته مبارکي وایي او هیله ښيي چې دا ګام وکړای شي ګډ پوهاوي او همغږۍ ته زمینه برابره، ګډ باور پیاوړی، د ښه ګاونډيتوب اړیکې پراخې او د ټولې سیمې سوله او ثبات ورسره تقویه شي.»

بل پلو، د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي بیا د افغانستان او پاکستان په وروستیو نښتو او جګړه کې د ملکیانو پر مرګ ژوبلې خواشینې ښودلې او د هغوی ژوند ته یې پر لومړیتوب ورکولو ټنیګار کړی.

ریچارډ بېنېټ د اختلافاتو د پېښېدو پر مهال د نړیوالو قوانینو عملي کول او رعایت ټولیز مکلفیت ګڼلی او وايي، له توپيري چلن پرته باید په جامع ډول عمل شي.

ریچارډ بېنېټ زیاته کړې: « په خواشینۍ سره چې په دې جګړو کې ملکیانو ته زیان واوښت. زه د زیانمنو له کورنۍ سره خواخوږي ښیم. ملکي وګړو ژوند ته باید لومړیتوب ورکړل شي. د نړيوالو قوانینو رعایت انتخابي عمل نه دی.»

دا هرڅه داسې مهال دي چې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم له څو څو ځله بمباریو او هوايي حريم له نقض وروسته، د اسلامي امارت ځواکونو د دې هېواد پر پوځیانو انتقامي عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې د پاکستان پوځ ګڼې پوستې د لنډمهال لپاره ونیول شوې او شاوخوا ۶۰ پوځيان يې ور ووژل.

له دې اقدام وروسته د پاکستان پوځي رژیم د دې ماتې د جبران لپاره په کابل کې پر ملکي سیمې بمبار کې تر څلوېښتو زیات عام افغان شهیدان کړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist