Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوترېش: له زده کړو د نجونو راګرځول د توجيې وړ نه دي

بلېنکن: اسلامي امارت دې خپله تګلاره بدله کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/02

د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزیرر انټوني بلېنکن وایي، که اسلامي امارت غواړي نړیوال یې پر رسمیت ومني،نو باید خپله ستراتیژۍ کې اصلاحات راولي.

بلېنکن زیاته کړې:«که د کابل نوي واکمنان غواړي،چې پر رسمیت وپیژندل شي، نو دوی باید په خپله تګلاره کې اصلاحات راولي. زموږ په وړاندیزونو کې بشري حقونو ته درناوی، د خلکو آزادانه سفر،د غچ اخیستنې درول او له ترهګرۍ سره مبارزه شامل دي.»

له دې دوه ورځې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم له اسلامي امارت غوښتي،چې د خپل حکومت جوړښت او کابینه پراخه کړي.

لاروف ویلي، د اسلامي ‌امارت د رسمیت پيژندلو لپاره اوس وختي دی او په دې تړاو پرېکړه له وخت وړاندې ده.

خو اسلامي امارت بیا وایي، پر رسمیت پېژندل د افغانستان سربېره د ټولې نړۍ اړتیا ده او که دا تعامل ونه شي،پایلې به یې د ټولو لپاره بدې وې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال  انعام الله سمنګانی وايي:« افغانستان د نړیوالې ټولنې غړی دی،رسمي تعاملات د ټولو پر ګټه دي. د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندل نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ اړتیا ده او منفي پایلې به یې د ټولو پر زیان وي.»

د امریکا دبهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، د۲۸۰ میلیونه ډالرو په آزادولو کې امریکا مهمه ونډه درلوده او دوی به راتلونکې کې هم د افغانستان اقتصاد ته نورې نغدې پیسې هم ورکړي،ترڅو عامو خلکو ته لا ډېرې پیسې ورسېږي.

د بلنکن په وینا دوی په داسې لارو چارو کار کوي،چې یادې پیسې د اسلامي امارت لاس ته ورنه شي.

په‌همدې حال کې کارپوهان بیا  ټینګار کوي،چې امریکا او اسلامي امارت دې له مناسبو او منځلارو چارو کار واخلي.

د سیاسي چارو کارپوه  قریب الرحمن شهاب  وايي:« د رسمیت پېژندنې په برخه کې لاهم د امریکا او طالبانو ترمنځ واټن شته دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې په خپلو ژمنو ټینګار ده،چې ښي یو مشترک تعریف ته اړتیا شته ده.»

کارپوهان وایي، د امریکا متحده ایالتو او اسلامي امارت په تګلاره کې بدلون نه لېدل کېږي او لاهم یو د بل پر وړاندې  په پخواني کلک دریځ ولاړ دي،چې زیات زیان یې عامو افغانانو ته رسېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist