کریمي زیاته کړه:« په مجموع کې اسلامي امارت د نظام د چلولو او حکومتدارۍ لپاره او د هغو مسایلو لپاره چې هغه اختلافي مسایل دي او شرعي صبغه ولري،په پام کې لري،چې د هېواد پر کچه د دینی علماوو یوه ناسته رابولي،چې په دې مورد کې مشوره ترې واخلي او هغه د اسلامي امارت مسوولینو ته د قوانینو په جوړولو او پالیسي په عیارولو کې مفید تمام شي.»
د اسلامي امارت دغه پرېکړه له هرکلي سره مخ ده، خو غوښتنه دا ده،چې اسلامي امارت دې مخکیني حکومت په څېر پر خپله خوښه علماو نه راغواړي او هغو کسانو ته دې هم په دې شورا کې برخه ورکړي،چې ټول منلي وي او پرېکړې یې ملي ګټې تضمینولی شي.
د سیاسي چارو شنونکی نبي افغان وايي:« که اسلامي امارت له زړه وغواړي او هغه افراد،چې مخکيني حکومت به راغوښتل او په نښه کول به یې چې احمد او محمود راشي هغه شان کار ونه کړي، نو ان شاءالله د علماوو شورا او لویې جرګې په راغوښتلو سره به ټولو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.»
یو شمیر نور بیا د علماوو دغه ناسته د اسلامي امارت ملي مشروعیت او همدا راز له نړیوالو سره د ستونزې حل برخه کې مهمه بولي.
د سیاسي چارو شنونکی زمان ګل دهاني وايي:« هغه څه،چې زموږ له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي او هماغسې مشورې اسلامي امارت چارواکو ته ورکړي. په دویم قدم کې لویه جرګه یې هم ښه لاره ده،تر څو موږ مثبت لوري ته یوسي او هغه څه چې موږ اوس له نړیوالو سره لرو، د معارف په برخه کې او نورو برخو کې د ستونزو حل کیلي ده.»
د علماوو د ناستې دقیقه نیټه نه ده مالومه،خو اسلاميامارت وايي، دغې ناستې ته د هېواد له ټولو ولایتونو دیني علماء رابلل کېږي.