Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت د مهمو اختلافي مسایلو پرسر د بحثونو لپاره د علماوو ستره ناسته جوړوي

admin by admin
2022/01/01

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي،  دغه ناسته به  اسلامي امارت ته د قوانینو په جوړولو او پالیسيو په عیارولو کې مسوولیتونه ورپه ګوته کړي.

کریمي  زیاته کړه:« په مجموع کې اسلامي امارت د نظام د چلولو او حکومتدارۍ لپاره او د هغو مسایلو لپاره چې هغه اختلافي مسایل دي او شرعي صبغه ولري،په پام کې لري،چې د هېواد پر کچه د دینی علماوو یوه  ناسته رابولي،چې  په دې مورد کې مشوره ترې واخلي او هغه د اسلامي امارت مسوولینو ته د قوانینو په جوړولو او پالیسي په عیارولو کې مفید تمام شي.»

د اسلامي امارت دغه پرېکړه له هرکلي سره مخ ده، خو غوښتنه دا ده،چې اسلامي ‌امارت دې مخکیني حکومت په څېر پر خپله خوښه علماو نه راغواړي او هغو کسانو ته دې هم په دې شورا کې برخه ورکړي،چې ټول منلي وي او پرېکړې یې ملي ګټې تضمینولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی نبي افغان وايي:« که اسلامي امارت له زړه وغواړي او هغه افراد،چې مخکيني حکومت به راغوښتل او په نښه کول به یې چې احمد او محمود راشي هغه شان کار ونه کړي، نو ان شا‌‌ءالله د علماوو شورا او لویې جرګې په راغوښتلو سره به ټولو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.»

یو شمیر نور بیا د علماوو دغه ناسته د اسلامي ‌امارت ملي مشروعیت او همدا راز له نړیوالو سره د ستونزې حل برخه کې مهمه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی زمان ګل دهاني وايي:« هغه څه،چې زموږ له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي او هماغسې مشورې اسلامي امارت چارواکو ته ورکړي. په دویم قدم کې لویه  جرګه یې هم ښه لاره ده،تر څو موږ مثبت لوري ته یوسي او هغه څه چې موږ اوس له نړیوالو سره لرو، د معارف په برخه کې او نورو برخو کې د ستونزو حل کیلي ده.»

د علماوو د ناستې  دقیقه نیټه نه ده مالومه،خو اسلامي‌امارت وايي، دغې ناستې ته د هېواد له ټولو ولایتونو دیني علماء رابلل کېږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist