د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ځانګړي استازي محمد شهباز ویلي،هېواد یې له افغانانو سره پنځه زره ټنه غنم مرسته کوي او دا د ژمنه شویو مرستو لومړۍ جوپه ده.
محمد شهباز وايي: « عمران خان له افغانانو سره د مرستې لپاره ټولټال ۵ زره ټنه غنم په پام کې نیولي او دا یې لومړۍ جوپه ده چې راورسیده.»
نوموړي وویل، یاده مرسته د لومړي وزیر عمران خان د هغو پنځه میلیارده پاکستانۍ کلدارو ژمنه شویو مرستې له برخې ده،چې له افغانستان سره یې د بشري مرستو په برخه کې ځانګړې کړې ده
محمد شهباز زیاتوي:« د مرستو دغه لړۍ به دوام مومي او هره اوونۍ به له پېښور ښاره د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته د درملو او غنمو مرستې راستول کېږي. د پاکستان د درملو د تولید سکتور تر اوسه پورې افغانستان سره د ۱۶۰ میلیونه کدارو په ارزښت د درمل او روغتیايي توکو مرسته کړې ده.»