Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پاکستان له خوا مرسته شویو غنمو لومړۍ جوپه افغانستان رارسېدلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/01

له افغانستان  سره د بشري مرستو په دوام پاکستان د ژمنه شویو پنځه زره مټریک ټنه غنمو مرستې لومړۍ جوپه چې ۱۸۰۰ ټنه ول، د  پنجشنبې په ورځ د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۹ مه » تورخم کې د اسلامي امارت ځايي مسوولینو ته وسپارل شوه. 

 د پاکستان  لومړي وزیر عمران خان ځانګړي استازي محمد شهباز ویلي،هېواد یې له افغانانو سره پنځه زره ټنه غنم مرسته کوي او دا د ژمنه شویو مرستو لومړۍ جوپه ده.

محمد شهباز وايي: « عمران خان له افغانانو سره د مرستې لپاره ټولټال ۵ زره ټنه غنم په پام کې نیولي او دا یې لومړۍ جوپه ده چې راورسیده.»

نوموړي وویل، یاده مرسته د لومړي وزیر عمران خان د هغو پنځه میلیارده پاکستانۍ کلدارو ژمنه شویو مرستې له برخې ده،چې له افغانستان سره یې د بشري مرستو په برخه کې ځانګړې کړې ده

محمد شهباز  زیاتوي:« د مرستو دغه لړۍ به دوام مومي او هره اوونۍ به له پېښور ښاره د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته د درملو او غنمو مرستې راستول کېږي. د پاکستان د درملو د تولید سکتور تر اوسه پورې  افغانستان سره د ۱۶۰ میلیونه کدارو په ارزښت د درمل او روغتیايي توکو مرسته کړې ده.»

په ورته وخت کې شهباز پر نړېواله ټولنه غږ وکړ،چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه، له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په خبره یې  افغان زده کوونکو، ناروغانو او سوداګرو ته یې د وېزو په برخه کې هم اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د پاکستان له لوري د غنمو دغه مرسته داسې مهال رارسېږي،چې یاد هېواد له افغانانو سره د هند له خوا مرسته شویو۵۰  زره مټریک ټنه غنمو انتقال مخه نیولې او اجازه نه ورکوي،چې په هندي موټرو کې د واګې بندر له لارې تر افغانستانه راوړل شي

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist