Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې کروندګرو ته د زعفرانو تخم وېشلو لړۍ پیل شوه

کندهار کې کروندګرو ته د زعفرانو تخم وېشلو لړۍ پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/06

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې کروندګر لګیا دي او خپلې ځمکې د زعفرانو کرلو لپاره چمتو کوي.

زعفران یو داسې بوټی دی چې لږې اوبه مصرفوي او لوړ عاید لري او خلک د کوکنارو د ښه بدیل او د کروندګرو د کورنیو لپاره د یوه دوامداره عاید په سترګه ورته ګوري.

کروندګر وایي، پرله ‌پسې وچکالیو او د اوبو نه شتوالي د دوی حاصلات سخت اغېزمن کړي او کرنه یې ورته ډېره سخته کړې ده.
دوی د زعفرانو د پیازو یا تخم د وېش هرکلی کوي او له حکومته غواړي چې داسي کرنیزو توکو مرسته ورسره وکړي چې لږو اوبو ته اړتیا ولري.

د اکبرخان په نوم یو تن بزګر وايي: « زعفران ځکه یو ښه بدیل دی چې لږې اوبه غواړي او بزګرانو ته اقتصادي تمامېږي. بله ګټه یې دا ده چې په یوه جرېب ځمکې سره تر ۱۵۰ زره افغانیو عاید کوي.»

بزګر سردار ولي وايي: « موږ شاوخوا ۱۰ جریبه ځمکه د زعفرانو کښت لپاره چمتو کړې؛ له حکومت غوښتنه کوو دا داسې کرنیزو توکو په اړه مرسته وکړي چې لږو اوبو ته اړتیا لري.»
په همدې حال کې د کندهار کرنې ریاست مسوولین د کروندګرو ستونزې مني او وايي، د کوکنارو د کرکیلي د مخنیوي او د بدیل معیشت د برابرولو په موخه، سږ کال ۷۰ تنو کروندګرو ته د زعفرانو د تخم وېشلو پروګرام پیل شوی چې ۷ میلیونه او ۶۰ زره افغانۍ لګښت پرې راځي.

هغوی زیاتوي، دا پروګرام کولی شي د کرنې د ودې او د بزګرانو د عوایدو لوړېدو سبب شي.
د کندهار کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي: « نن په کندهار کې د زعفران کرنه پيل شوه او د کرنې ریاست په ملاتړ ۷۰ تنو بزګرانو ته د ۷ میلیونه او ۶۰ زره افغانیو په لګښت د زعفرانو تخمونه ووېشل شول. دا تخمونه د دامان، خاکرېز، میانشین، معروف او نېش ولسوالیو بزګرانو ته وېشل کېږي. له دې کار څخه موخه بدیل معیشت او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ده او دا چې د کوکنارو په ځای د زعفرانو کښت عام کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې زعفران په وروستیو کالو کې د کورنیو او نړیوالو بازارونو لپاره یو ارزښتناک کرنیز محصول ګڼل شوی او د وچو سیمو د کروندګرو پام ‌یې ځان ته اړولی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist