Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هراتیان: د خوراکي او نفتي توکو بیو لوړوالي مو ژوند سخت کړی

هراتیان: د خوراکي او نفتي توکو بیو لوړوالي مو ژوند سخت کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/06

هرات کې په دې وروستیو کې د لومړنیو خوراکي او سون توکو بیو لوړېدو سره د خلکو ستونزې ډېرې شوې او شکایت ته یې اړ کړي.
دوی وایي، بې روزګارۍ او کمزوري اقتصاد له امله په لوړه بیه خپلو کورنیو ته د اړتیا وړ لومړني خوراکي او سون توکي نه شي برابرولی او له اړوند مسوولانو غواړي چې پر بازارونو جدي نظارت ولري.

د هرات اوسېدونکی محمود قاضي زاده وايي: « لومړني خوراکي توکي لکه اوړه، وریجې، غوړي او نور هرڅه قېمته شوي؛ ځکه دلته سم ماموریت نه شته، حتا د موټرو کرایې هم لوړ شوې او له امله یې د خلکو ژوند سخت تېرېږي.»

د هرات اوسېدونکی پرویز وايي: « په داسې حال کې چې هېواد کې تازه امنیت ټینګ شوی او ځوانان له بهرنیو هېوادونو راستنېږي، خو له یوې خوا کار نه شته او له بلې خوا توکي ورځ تربلې قېمته کېږي.»

هټۍ وال هم د توکو بیو لوړوالی مني او وایي، هېواد کې د مخابراتي خدماتو دوه ورځني بندېدو راهیسې د اوړو، غوړیو او وریجو بیو کې له سل تر یو سل پنځوس افغانیو زیاتوالی راغلی او همداراز یو کیلو مایع ګاز له ۴۷ افغانیو څخه ۵۳ افغانیو او یو لېټر تېأ له ۷۰ افغانیو پورته ختلي.

هټۍ وال فردوس محمدي وايي: « یو کارګر د ورځې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو کار کوي، خو یوه ۱۰ لیټره بوشکه غوړي تر ۱۰۰۰ افغانیو رسېدلي؛ نو تاسو فکر وکړی چې دا کارګر باید څو ورځې د یوې بشکې غوړیو لپاره کار وکړي. په همدې ډول هرڅه ګران شوي او بیې لاهم پورته روانې دي.»

ګاز پلورونکی عبدالقیوم وايي: « څو ورځې وړاندې یوه کیلو ګاز په ۴۵ افغانیو و، خو اوس له ۵۰ افغانیو هم پورته ختلی.»

له بلې خوا، د هرات ځایي مسوولان هم بازارونو باندي د بشپړ نظارت او بیو کنټرول ډاډ ورکوي او زیاتوي چې د بیو کنټرول په موخه یې نرخ پاڼې وېشلې دي او له سرغړونکو سره به جدي چلن وکړي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د افغانستان اسلامي امارت او د هرات محلي ادارې د بې کیفیته نفتي توکو د وارداتو مخنیوي ترڅنګ، د بیو لوړوالي د مخنیوي لپاره هم هڅې پیل کړې دي.»

د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر آرمل وايي: « د هرات ښاروالۍ له خوا په ۱۵ ښاري ناحیو کې د نرخ پاڼې د تطبیق او کنټرول لپاره هره ورځ فعالیت او څارنه ترسره کېږي.»

که څه هم د افغانیو پر وړاندي د ډالر ارزښت کم شوی، خو د هېواد بازارونو کې ورځ تر بلې د توکو بیې د لوړېدو په حال کې دي چې د خلکو په خبره، یاده ستونزه د نرخ پاڼو پر وېشلو نه بلکې پر جدي او دوامداره څارنې حل کېدای شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist