Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: هېڅ افغان باید له زده کړو بې برخې پاتې نه شي

یوناما: هېڅ افغان باید له زده کړو بې برخې پاتې نه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/06

له ۱۹۶۶زېږدیز کال راهیسې هرکال د اکټوبر۵مه د حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او زده ‌کړو د ملاتړ بنسټونو له خوا د ښوونکو حقونو ته د رسېدنې، دندو، مسلکي روزنې، استخدام او کار په اړه د ژمنتیا، لاسنیوي او تعهد په شعار سره نمانځل کېږي. 

ملګرو ملتونو د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولو افغان ښوونکو نه‌ ستړې کېدونکي هڅې او د زده‌ کوونکو زړورتيا ستاينه کړې.

د افغانستان لپاره د دې سازمان سیاسي استازولۍ یا یوناما په خپاره کړي پیغام کې له افغان ښوونکو د ملاتړ ترڅنګ د سولې، پراختیا او ځان بسیاینې لپاره زده کړو ته لاسرسی اړین بللی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي: « د سولې، پراختیا او ځان بسیاینې لپاره زده کړو ته لاسرسی اړین دی. زده ‌کړه د هر افغان حق دی او باید ترې محروم نه ‌شي. نه ‌یوازې په دې ځانګړې ورځ بلکې تل مو افغانستان کې له هغو ښوونکو ملاتړ کړی چې غواړي نړۍ په غوره ځای بدل کړي.»

ملګرو ملتونو همدا راز تعلیم د يو ځان ‌بسیا افغانستان لپاره د حیاتي او بنسټيز ارزښت په توګه یاد کړی دی.

بله ‌خوا، پخواني ولسمشر هم د دې ورځې په مناسبت په يوه بيان کې د ښوونکو له زحمتونو د مننې ترڅنګ هیله څرګنده کړې چې پرهلکانو سربېره نجونو ته هم د زده ‌کړو پراخ فرصتونه برابر شي.

حامد کرزي ویلي: « افغان ښوونکو له فشارونو، ستړياوو او اقتصادي ستونزو سره سره د هېواد د اولادونو تعليم او تربيت ته دوام ورکړی. هيله لرم چې ژر تر ژره د نجونو او هلکانو د زده ‌کړې پراخ فرصتونه برابر شي، ترڅو هغوی خپلو ارمانونو ته ورسېږي او زموږ وطن د پرمختګ او ابادۍ پر لور رهنمایي کړي.»

همدارنګه، د ښوونځیو یو شمېر مسوولین هم د زده ‌کړو معیاري کېدو، نصاب کې د بنسټیزو بدلونونو او تعلیمي نظام د ملاتړ غوښتنه کوي. دوی د شعار په کچه د ښوونکي له ورځې په نمانځنه نیوکه کوي او په خبره یې، باید عملي اقدامات وشي.

د یوه خصوصي ښوونځي مدیر عبدالوارث امیري وايي: « ښوونکي په افغانستان کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس په ګرېوان دي. د معاشونو ټیټه کچه، غیر منظم تادیات، د ښوونځیو نامنظم چاپېریال، د تعلیمي نصاب زوړوالی، د درسي موادو کموالی، په ښوونیزو چارو کې سیاسي او قومي مداخلې او نور هغه څه دي چې ښوونیز نظام یې له ستونزو سره مخ کړی.»                        

ښوونکي بیا د امکاناتو او خپلې دندې په اړه د کمزورې انګېزې له امله شکایت کوي او له حکومت او زده کړو ملاتړو بنسټونو د لاسنیوي غوښتنه کوي.

ښوونکی علي حسین بهروز وايي: « لومړی څه چې افغان ښوونکی ورته اړتیا لري، د دولتي او نادولتي ارګانونو له خوا د انګیزې ورکړه ده. که معاش کم هم وي، خو چې انګیزه موجوده وي، ښوونکي ښه کار کولی شي. دویمه موضوع د ښوونکو معاش دی؛ که ښوونکو ته مناسب معاش ورکړل شي، ښوونیز بهیر ورسره ښه کېدای شي.»

د اکټوبر۵مه په ۱۹۶۶ زېږديز کال د ملګرو ملتونو د کار نړيوال سازمان او يونسکو د سپارښت لیک د تصويب کاليزې په مناسبت نمانځل کېږي او موخه یې د ښوونکو ملاتړ، د زده ‌کړو پياوړتیا  او په نړیواله کچه د ښوونې مسلک راتلونکې ارزول بلل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist