Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسېدونکي: د سړک خراب والي له امله مو ناروغان پر وخت روغتون ته نه رسېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/29

 په سوېل کې د پکتیا اریوب ځاځيو ولسوالۍ یو شمېء اوسېدونکي وایي، په  تېرو ۲۰ کلونو کې یې د سړک جوړیدو غوښتنه نه ده عملي شوې او اسلامي امارت دې ورته د اریوب ــ احمدخیلو سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.

 

دوی وايي،د سړک خرابوالي له امله یې عاجل ناروغان ګردیز او د څمکنیو روغتونونو ته پر وخت نه رسیږي او په لاره کې ساه ورکوي.

د اریوب ځاځيو ولسوالۍ یو تن  اوسېدونکی وايي:«غوښتنې مو دا دي،چې کلونه کېږي،چې دغه سړک چا جوړ نه کړ او هر وخت یوازې له موږ  سره ژمنې کېږي.»

د اریوب ځاځیو والسولۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د سوک خرابوالي له امله زموږ عاجل ناروغان د ګردیز او څمکنیو روغتونونو ته پر وخت نه رسیږي او په  لاره کې ساه ورکوي.»

د اریوب ځاځیو والسوالۍ اوسېدونکي همدا راز وایي، مخکیني حکومت یې څو ځله د سړک جوړیدو لپاره اقدامات وکړل،خو اسلامي امارت اجازه نه ورکوله او اوس دې اسلامي امارت د احمدخیلو او اریوب سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.

د  اریوب ځاځيو ولسوالۍ یو تن  اوسېدونکی وايي:« د  اریوب ځاځیو سړک خو څو ځله تیرو کلونو کې په قرارداد ورکړل شو،خو چارې پیل نه شوې. اوس له اسلامي امارته غواړو،چې زموږ دغه غوښتنه ومني.»

د پکتیا ټوولګټو چارو ریاست  مشر عبدالمتین حماس بیا وايي، د اریوب ځاځیو ولسوالۍ  اوسېدونکي دې اندیښنه نه کوي او راتلونکی کال به یې سوک په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.

حماس زیاته کړه:« راتلونکی کال به د اریوب او احمدخیلو تر څنګ د څمکنیو جاني خیلو او زرمت ګردیز سړ کونه هم په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.»

حماس وايي، راتلونکی کال به د اریوب ځاځیو او احمدخیلو تر څنګ د څمکنیو ــ جاني خیلو او زرمت ګریز سړکونه هم په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist