Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کمالا هرېس: د ترهګرو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزې ته اندېښمنه یمه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/27

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر مرستیالې کمالا هرېس له سي. ‌بي. ‌اس امریکايي تلویزیون سره په مرکه کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو پریکړه ډيره مناسبه یاده کړه.

هرېس ویلي، په دغه پریکړه کې موجوده وه او د وخت د تقاضا پر بنسټ ورته دا ډیره ښه پریکړه ښکاري.

هغه ویلي، د ټرمپ حکومت له طالبانو سره ټولې هوکړې وروستۍ کړې وې او دوی یوازې د شل کلنې جګړې د پای لپاره، دغه هوکړه ماته نه کړه.

هارېس زیاتوي:« تر موږ تېر حکومت له طالبانو سره هوکړه کړې وه. اوس مهال زه باوري یم،که موږ دغه هوکړه نه وای عملي کړای،نو زه او ته به اوس په افغانستان کې د جګړې او هلته د امریکايي ځواکونو په اړه غږیدای. زه د خپل حکومت د دغې پریکړې په اړه هېڅ پښیمانه نه یم.»

هرېس د دې پوښتنې په ځواب کې،چې له وتلو وروسته د هوکړې پر بنسټ د افغان ولس پر وړاندې مسوولیت یې څومره ترسره کړی وویل،د ملګرو ملتونو له لارې اوس هم افغانستان ته بشري مرستې استوي.

هغه زیاتوي:« موږ د همدې له امله له ملګروملتونو او خپلو نورو متحدینو سره ګډ کار کوو،چې خپل مسوولیت ترسره کړو او د طالبانو په شتون کې هلته بشري مرستې ورسېږي.»

کمالا هرېس دافغان ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او پر اسلامي امارت یې نیوکه وکړه،چې له افغان ښځو سره د دوی چلن د تمې خلاف او ناسم دی.

هغې زیاته کړې:« زه د افغان ښځو او نجونو په اړه ډېره اندیښمنه یم. طالبان له هغوی سره څه ډول چې په کار ده، هغه شان چلن نه کوي. موږ چې  په دې تړاو له طالبانو څه ډول تمه لرله،د هغې خلاف کار کوي. موږ د دغه چلن په اړه ډېر اندیښمن یو.»

د امریکا ولسمشرجو بایډن مرستیالې هرېس د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامي امارات پر وړاندې پر مبارزې هم شکمنې څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه،چې اوس هم د بېلابېلو ترهګرو ډلو له لوري دوی ته پیښ ګواښ پای ته نه دی رسیدلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist