Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قطر له افغانستان سره د مرستې او ګډې همکارۍ غوښتنه کړې

قطر له افغانستان سره د مرستې او ګډې همکارۍ غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/25

قطر د ملګرو ملتونو۸۰مې عمومي غونډې په څنډه کې د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو تماس ډلې په لومړۍ ناسته کې، له افغانستان سره پر ګډ ملاتړ او همکارۍ ټینګار کړی.

بهرنیو چارو په برخه کې د قطر دولت وزیر د افغانستان اوسنی سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی چې نړۍ باید د دې حالت پر وړاندې له افغان حکومت سره ګډ ګامونه پورته کړي.

محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي ویلي، هېواد به یې له افغانستان سره بشري، پراختیایي او سیاسي برخو کې خپلو اوږدمهالو هڅو ته دوام ورکوي او په خبره یې، اوسنیو شرایطو کې به له افغان ولس سره پیاوړی شریک پاتې شي.

بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي ویلي: « افغانستان کې وروستیو طبیعي پېښو، له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو کچه کې بې ‌مخینې زیاتوالي او کمزوري اقتصادي وضعیت افغانان سخت ځپلي. هغوی بېړنیو مرستو او له دې اوسني وضعیت سره د مبارزې لپاره ګډ ملاتړ، همکارۍ او اقدام ته اړتیا لري. ډاډ ورکوو چې دوحه به له افغان ولس سره په سختو شرایطو کې یو دایمي پیاوړی شریک پاتې شي.»

الخلیفي همدا راز په دې ناسته کې د اسلامي همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو سره په ګډه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل او دوه ‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ډاډ هم ورکړی او په خبره یې، د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ مذاکراتو ته په پام، قطر بیا هم د سولې لپاره هر ډول مرستې ته ژمن دی.

د چارو شنونکي بیا وروستیو څو کلونو کې د افغانستان یو لړ مهمو قضایاوو کې د قطر رول مهم بولي او خوشبیني ښیي چې په مهمو ناستو کې د افغانستان د وضعیت په تړاو دا ډول څرګندونې، اغېزناک رول لرلی شي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « څرنګه چې د قطر هېواد د افغانستان په ټولو قضایاوو او په ځانګړې توګه د سولې له پروسې وروسته ښکېل دی او تل د افغانستان په اړه مثبت فکر او نظر لري، تل یې له هغو هېوادونو سره هم همکاري کړې چې غواړي له افغانستان سره تعامل ولري. اسلامي هېوادونه او د سیمې هېوادونه د قطر خبره اوري، ځکه چې اثر او نفوذ لري.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « افغانستان د وروستي ناورین په څېر پېښو په اړه مرستو ته اړتیا لري او دا ډول موسسې چې په ملګرو ملتونو او یا هم د اسلامي همکاریو سازمان په هېوادونو کې شته دي، کولی شي له افغانستان سره مرسته وکړي. د قطر هېواد د وزیر دا خواخوږي د ستاینې وړ ده.»

د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکي بیا د قطر او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړیکو ته په پام هیله ‌مندي ښیي او په خبره یې، د قطري چارواکو دا ډول څرګندونې کولی شي له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل ته لار پرانیزي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب ‌الرحمان شمال وايي: «  له څرنګه چې پوهېږو، قطر په تېرو څلورو کالو کې له افغانستان سره ښې اړیکې لرلې، له افغانستان سره مرسته کوونکی هېواد و، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د نښلولو، د نړیوالې ټولنې او سترو هېوادونو د مرستو په جلبولو کې یې هم جدي هڅې کړې دي. په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان خلک د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته له دغو بحرانونو څخه نه شي وتلی.»

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت د قطر په ګډون د ملګرو ملتونو۸۰مې عمومي اسمبلې کې د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو د یو شمېر هېوادونو له دریځ هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پام کې نیولو سره، دوه ‌اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو ته ژمن دی.

قطري چارواکي داسې مهال د افغانانو ملاتړ او د اوسنیو شرایطو پر وړاندې د مبارزې لپاره پر ګډ اقدام ټینګار کوي چې کونړ کې له وروستۍ مرګونې زلزلې وروسته قطر لومړنی هېواد و چې له زرګونه زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې پر خوراکي او غیر خوراکي توکو سربېره درمل، د پلټنې مرستندویه ټیمونه او نور لومړني توکي سیمې ته ورسول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist