Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ایرګه شوف: نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/25

د افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګه شوف د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۳ مه» په بلخ کې  د دغه هېواد له لوري د مرستو سپارلو پروګرام کې د خبرو پر مهال وویل، په اوسنيو شرايطو کې بايد نړيواله ټولنه له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

شوف غوښتنه وکړه،چې افغانانو سره د بشري مرستو تر څنګ بايد د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده شي. 

 هغه زیاته کړه:« موږ نړيواله ټولنې ته بلنه  کړې،چې په دغو پېچلو شرايطو کې بايد ټول له افغانستان سره مرسته وکړو. موږ همدا راز غوښتنه کړې،چې د نړۍ ستر هېوادونه دې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې کړي، تر څو افغانان ورڅخه ګټه واخېستلی شي.»

افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو په دوام، د ازبکستان هېواد لخوا مرسته شوي خوراکي او سون توکي پرون  مزارشريف ښار ته ورسېدل. 

اخوا د افغانستان بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي د ازبکستان له همکارۍ د مننې تر څنګ له ياد هېواد غوښتنه وکړه،چې افغانانو ته دې د ويزو برخه کې اسانتياوې رامنځته شي. 

ستانکزي زیاته کړه:« که د کابل، هرات او مزار شریف  په ګډون نورو ولايتونو کې ستاسې ديپلوماتيک دفترونه افغانانو لپاره د ويزو برخه کې اسانتياوې رامنځته کړئ. نو اسلامي امارت به مو منندوی وي.»

په دغه پروګرام کې افغان او ازبکستاني لوري همدا راز د دوه اړخيزو همکاريو پر دوام هم ټينګار وکړ او همدا راز غوښتنه وشوه،چې ازبکستان دې د پخوا په څېر افغان ځوانانو ته تحصيلي بورسونه ورکړي. 

ستانکزی وايي:« هغه تحصيلي بورسونه،چې د پخوانيو حکومتونو پر مهال افغان ځوانانو ته ورکول کېدل اوس زموږ غوښتنه له دوست هېواد ازبکستان همدا ده،چې د پخوا پر څېر افغان ځوانانو ته تحصيلي بورسونه ورکړي.» 

د بلخ والي  قدرت الله ابوحمزه وايي:« له افغانانو سره د همکارۍ په سلسله کې دا دويم ځل دی،چې زموږ ګاونډی او دوست هېواد ازبکستان له افغانانو سره بشري مرسته کوي، موږ مننه ترې کو.» 

د ازبکستان د بشري مرستو ټوليزه اندازه ۳۷۸۰ ټنه خوراکي توکي، البسه او سون توکي دي،چې په ۶۳ کانټينرونو کې د حيرتان بندر له لارې مزارشريف ښار ته تر لېږدول کېدو وروسته پرون بلخ کې  افغان چارواکو ته وسپارل شول. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist