په کابل کې نن چهار شنبه د «۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۲۴مه» د ۲۶ کلبونو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ پيل شوې.
د غېږنیونې ملي فدراسیون مشر عبدالله عزیز وايي، په دغه سیالیو کې ۲۶۰ لوبغاړو برخه اخیستې او دوه ورځې به د وام وکړي.
عزیزي وايي، د دغوسیالیو ګټونکي لوبغاړي به د غېږنیونې ملي ټیم ته لاره پیدا کړي او په ملي ټیم کې د سیالۍ تر ګټلو وروسته به له هېواده بهر لوبو ته چمتو شي.
عزیز زیاته کړه:« د لوبغاړو شمېر تر ۲۶۰ دی،چې د منفي ټیم ملي لپاره دي،خو د ملي ټیم د ملاتړ لپاره چې ۴۰ کسان غوره کېږي، لس د لومړي مقام، لس د دویم مقام او شل د درېیم مقام لپاره.»
د دغه سیالیو نور تنظیمونکي وایي، د اسلامي امارت په مشوره یې دا سیالۍ برابرې کړي او اړوندو مسوولینو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د غېږنیونې روزونکی عبداللطیف خنجري وايي:« درې میاشتې مخکې اسلامي امارت له موږ غوښتنه وکړه،چې د غېږنیونې سیالۍ ترسره کړو،خو دا چې لوبغاړو وس نه درلوده او بې روزګاره وو،نو په ډېرې سختۍ سره مو دا سیالۍ تنظیم کړې.»
د غېږنیونې لوبې لوبغاړي وايي، بې وزلۍ او بې روزګارۍ یې ژوند اغېزمن کړی او په وینا یې که مالي ملاتړ یې وشي،ډاډه دي چې له هېواده بهرسیالیو کې به د افغنستان بیرغ رپاند وساتي.
یو تن غېږنیونکی محب علي وايي:«لوبغاړو ته باید بهرني سفرونه برابر شي،ځکه ان تیر کال هم د المپیک سیالیو ته له افغانستان څوک لاړ نه شول.»
یو بل غېږنیونکی طارق عمر بیا وايي:« اوس مې لومړۍ سیالۍ وه،چې لس پر صفر ومې ګټله. مالومه نه ده، خو څومره کسان چې وزن کې وي او ګټلې یې وي له هغوی سره سیالۍ کوو.»
د غېږنیونې ملي فدراسیون مسوولین وايي، له دغو ۲۶۰ لوبغاړو په درې پړاونو کې ۴۰ لوبغاړي ملي لوبډلې ته غوره کېږي.