Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځ له امریکا غوښتي په افغانستان کې ترې پاتې وسلې بېرته وپېري

د پاکستان پوځ له امریکا غوښتي په افغانستان کې ترې پاتې وسلې بېرته وپېري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/24

پاکستان چې تل يې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د وضعيت خرابوالي پړه پر افغانستان اچولې، يو وار بيا یې په افغانستان کې له امريکا پاتې شوې وسلې د ځان لپاره خطر ګڼلی.

د دې هېواد پوځ ادعا کړې چې دغه وسلې تور بازار ته د خرڅلاو لپاره ور بهېږي او هلته يې دا امکان شته چې د وسله ‌والو ډلو له لوري وپېرل شي او له همدې کبله يې وړانديز کړی چې يادې وسلې په بېړه د  امريکا له لوري بېرته وپېرل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شريف چودري ویلي: « امريکا دې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو پرمهال هلته پاتې شوې وسلې بېرته وپېري. دا وسلې تور بازار ته روانې دي او وسله ‌والې ډلې پرې تقويه کېږي او هلته يې ناکنټروله خرڅلاو د پاکستان امنيت لپاره په مستقيمه توګه ګواښ دی.»

داسې ښکاري چې د پاکستان ورته متواترو ادعاوو په اړه چې بې اساسه بلل شوي، د افغانستان حکومت بې تفاوته دی او دې تازه ادعا ته يې هېڅ غبرګون نه ښيي.

خو وړاندې يې د امريکا پاتې شوې وسلې او مهمات د افغانستان ملکيت بللی و او ډاډ يې ورکړی چې دا وسلې د حکومت په ډېپوګانو کې خوندي دي.

د سیاسي چارو شنونکي هم له دې مهماتو په ځای استفاده د افغانستان حکومت حق بولي او زياتوي چې پاکستان په ورته ادعاوو او څرګندونو سره نه شي کولی د افغانستان مالکيت په سر بولۍ ته څوک راوبولي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « پاکستان بیاځل غواړي افغانستان له انزوا سره مخ کړي او دلته سیاسي، اقتصادي او اجتماعي بې ثباتي رامنځته کړي او د رسمیت پېژندنې پيل شوې لړۍ مخه ونیسي. د پاکستان مطلب دا دی چې افغانستان یوځل بیا له کورنۍ او نړیوالې جګړې سره مخ کړي.»  

ځينې نور بيا د پاکستان د پوځ ادعا د ردولو ترڅنګ تجويز کوي چې دا هېواد دې په خپله خاوره او تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د وسلو د پلور پر قانوني او تور بازار څارنه زياته کړي او په دې توګه دې د خپل مسووليت بار د افغانستان پر اوږو نه اچوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « موږ په دې پوهېږو چې له څو لسیزو راهیسې پاکستان او په ځانګړې توګه سرحدي سیمو کې د وسلو فروش او قاچاق عادي خبره ده؛ له همدې امله امکان لري هغه وسلې چې د پاکستان د مخالفو ډلو په لاس کې دي، د پاکستان د امنیتي ځواکونو هغه وسلې وي چې د امریکا له خوا دوی ته ورکړل شوې او د وسله والو له خوا غنیمت نیول شوې دي.»

د مالوماتو پر بنسټ، د پوځيانو له ايستلو وروسته په افغانستان کې د ۷ میليارد ډالرو په ارزښت د امريکا وسلې او مهمات پاتې شوي.

له دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په افغانستان کې د امریکا پر پاتې شویو پوځي تجهیزاتو اندېښنه ښودلې وه او ادعا یې کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون بېلابېلې ډلې له دغو پوځي تجهیزاتو په پاکستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist