Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد د حکومت مخالفینو ته؛ د اوسني نظام له منځه وړلو خوب مه ګورئ

مجاهد د حکومت مخالفینو ته؛ د اوسني نظام له منځه وړلو خوب مه ګورئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/20

دلته په ملي دفاع وزارت کې د حکومت ملکي او نظامي چارواکي د شاه امان‌الله خان تر قیادت لاندې د افغان ولس په لاس له انګرېزانو د بېرته اخیستل شوې ازادۍ ۱۰۶مه کليزه نمانځي.

دوی په دې ورځ هم د خپلو ځينو لاسته راوړنو يادونه کوي او زياتوي چې تر ټولو مهمه امنيتي لاسته راوړنه يې د داعش ځپل دي.

چارواکي زياتوي، د دې ډلې په ځپلو سره يې د نړيوالو هغه اندېښنې رفع کړې دي چې په افغانستان کې يې د داعش د موجوديت په اړه درلودې.

د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثيق وايي: « درېیمه خبره دا ده چې خلک دې اوس دا فکر نه کوي چې د تېر په څېر به بیا اشغال راځي او اسلامي امارت به دړې وړې کېږي. دا ځل امارت قوي امارت او نظام دی او هېڅوک نه شي کولی د امارت په مقابل کې څه وکړي.»

د حکومت نور نظامي چارواکي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وايي، هېچا ته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

 دوی د حکومت ځينو مخالفانو ته هم د پيغام په توګه وايي، د اوسني حکومت د کمزوري کولو او له منځه وړلو خوب دې نه ګوري او په خبره يې، بهرنيان به يې هم ښايي په افغانستان کې د ترلاسه کړې تجربې له مخې ملاتړ ته زړه ښه نه کړي.

د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وايي: « د دوی د دسیسو پر وړاندې باید هوښیار واوسو او هېڅکله هغو اشخاصو ته اجازه ورنه کړو چې د پردیو په اشاره زموږ د نظام، زموږ د وطن او زموږ د لاسته راوړنو ناکامه کولو لپاره هڅې کوي.»

مولوي يعقوب د شاه امان‌الله خان له لوري د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته خپلمنځي اختلافونه د ستونزو عمده زېږنده بولي او له همدې کبله له خلکو غواړي چې د اختلاف برعکس د اوسني حکومت ملاتړ وکړي.

مجاهد زیاتوي: « اوسنۍ اردو ستاسو خادمان، ستاسو د سر، مال او ناموس ساتونکي، ستاسو بچۍ او ستاسو وروڼه دي. تر شاه یې ودرېږئ او په هر ډول شرایطو کې یې ملاتړ وکړئ. دوی به د دې نظام او هېواد ساتنه کوي او پر خپلو کړو ژمنو به عمل کوي.»

چارواکو یو ځل بیا له نړیوالو وغوښتل چې له اوسني حکومت سره مثبتې اړیکي اختيار کړي او له خپل اړخه ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره او حريم به د هېچا پر ضد ونه کارول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist