روغتیا پالان وايي، د بې کیفیته سون توکو کارولو د ښار په هوا منفي اغېز کړی او ګڼ شمېر خلک په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
دچاپيریال ساتنې اداره یې په اړه څه نه وايي، خو په کابل ښار کې د بې وزلۍ له امله د سون توکو پر ځای، د پلاستیکونو اوبې کیفیته سون توکو د سوځولو لړۍ عامه شوې ده.
ښاریان وایي، د سون توکو اخیستلو توان نلري، نو ځکه اړ دي چې له بې کیفیته توکو کار واخلي او د ناروغیو خطر سره، سره یې وکاروي.
روغتیا پالان بیا د کابل ښار ککړه هوا خطرناکه بولي او له حکومت یې دغې برخې ته د جدي پام غوښتنې لري.
دوی وايي، دوی ته د ورتلونکو تنفسي ناروغانو شمېر زیات شوی او ډېری بې وزله کورنۍ په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
وروستي ارقام ښیي چې هر کال د ککړې هوا له امله په پلازمېنه کې، تر درې سوه زره افغانان په بېلا بېلو تنفسي ناروغیو اخته کیږي چې ګڼ یې له همدې امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.