Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روان کال پکتیا کې د غنمو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

روان کال پکتیا کې د غنمو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/05

د نور هېواد په څېر پکتیا کې هم غنم یو له مهمو کرنیزو توکو ګڼل کېږي چې تر ډېره یې د دې ولایت خلک په کرنه بوخت دي.

که څه هم سږ کال دلته کروندګر د خپلو حاصلاتو ښو پایلو ته خوښ دي، بیا هم غوښتنه کوي چې اړوند ادارې باید د کرنې د لا ودې لپاره له کروندګرو سره پراخې بنسټیزې مرستې وکړي.

کروندګر عبدالله وايي: « موږ غواړو سره راکړي، نوي اصلاح شوي تخمونه راکړي ترڅو آبادي او غله زیات شي. د غنمو دا نوي تخمونه ډېر ښه حاصل کوي، چاته یې چې ورکړي ترې راضي دي.»

کروندګر موسی خان وايي: « که دولت وي که موسسې وي، خو چې د سرې او اصلاح شویو تخمونو مرسته وکړي، دا به ډېر ښه شي.»

کروندګر طالب جان وايي: « پکتیا کې له غنمو سربېره نورې هم ډېر څه کېږي، مثلا ً ترکاري کېږي، رومیان او سویابین او نور ډېر څه ښه حاصل ورکوي.»

کروندګر داسې مهال د کرنیزې ودې لپاره د مرستو غوښتنه کوي چې د پکتیا کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولاون وايي، دوی د همکارو موسسو په مرسته له بزګرانو سره د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته کړې او د ورته نورو مرستو ډاډ ورکوي.

د نوموړي په خبره، له دې امله د غمنو سږنيو حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

د پکتیا کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سید امین هاشمي وايي: « موږ د پکتیا ولایت ټولو بزګرانو ته زېری ورکوو چې د تېر کال په څېر به بیا هم زرګونه بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او سره ورسول شي. د اسلامي امارت کرنې وزارت او دغه راز موسساتو ژمنه کړې چې روان کال به له کروندګرو سره همکاري ډېره شي.»

د پکتیا ډېری ختیځې ولسوالۍ د ګرم سېرو سیمو په ډله کې شمېرل کېږي. د دغو ولسوالیو د غنمو حاصلات څه موده وړاندې ترلاسه شوي، خو د مرکز ګردېز په شمول څو ولسوالیو کې یې اوس مهال کروندګر د حاصلاتو په را ټولولو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist