Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جک: له پاکستانه ۳ مېلیونه افغان کډوال د جبري ایستلو ګواښ سره مخ دي

جک: له پاکستانه ۳ مېلیونه افغان کډوال د جبري ایستلو ګواښ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/05

له پاکستانه د افغان کډوالو له جبري اخراج سره هم‌مهاله، په دې هېواد کې د کډوالو لپاره د ګډ غبرګون کمېټې یا جک( جې.اې.سي) په نوم د کډوالو ملاتړي بنسټ ویلي، پاکستان د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې ۲.۱ ميليونه افغان کډوال اخراج کړي او  ۳ ميلیونه نور هغه د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي.

د دې بنسټ په باور، افغانستان ته ځينې ستانه کړای شوي کسان او په ځانګړې توګه د بشري حقونو او ښځو د حقونو فعالان او خبریالان له جدي ګواښونو سره مخ دي.

دغه بنسټ په زور د افغانانو شړلو لړۍ درولو ترڅنګ، په پاکستان کې له کډوالو سره پر روان چلن هم نيوکه کړې.

د کډوالو لپاره د ګډ غبرګون کمېټې ویلي: « د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر او ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتو تر منځ، له پاکستانه په جبري ډول ۲.۱ ميليونه افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي او دغه هېواد کې د راجسټر شویو کډوالو (پي .او.آر) کارت لرونکو افغانانو په اړه د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه د اندېښنې وړ ده. باید په جبرې ډول د افغانانو شړل ودرول شي. موږ له پاکستان غوښتنه کوو چې د (پي.او.آر) کارت لرونکو ته د اوسېدو لپاره یو مناسب وخت ورکړل شي، ترڅو په عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي.»

دې بنسټ د پاکستان له حکومت هم غوښتي چې له ځنډ پرته دې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ودروي او له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې په دې برخه کې خپل فشارونه ډېر کړي، ترڅو پاکستان د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ ودروي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، هلته له ډېرو فشارونو او محدوديتونو سره د مخ کېدو له امله پرې شرايط سخت شوي او د خپلو کاروبارونو د خونديتوب لپاره له پاکستان د مهلت غوښتنه کوي.

په پاکستان کې دېره افغان ملک مجاهد شینواری وايي: « موږ د اسلامي امارت له حکومت غواړو چې د ملګرو ملتونو په مرسته د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي، ترڅو افغان مهاجرین له دې مشکل ووځي، د دوی په خلاف عملیات ونه شي او ونه نیول شي.»

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم له افغان کډوالو سره د پاکستان سخت چلن تایيدوي او وایي، له تېرو درېيو ورځو راهیسې ۸۰۰ افغانان له دې هېواد اخراج شوي.

د سفارت مسوولین د پاکستان دغه پرېکړه يو اړخيزه بولي او له افغانانو سره د روان چلن دوام د کابل او اسلام‌اباد د اړيکو پر زيان ګڼي.

اسلام اباد کې د افغان سفارت د کډوالو چارو اتشې مرستيال مولوي ارسلاح خان حقیار وايي: « دا پرېکړه په داسې حال کې چې نه افغان حکومت او نه هم ملګري ملتونه په جریان کې اچول شوي. دا یو طرفه پرېکړه او افغانانو ته سخت حالت دی. دلته د افغانانو شتمنۍ او کاروبارونه پاتې دي او له ځینو کورنیو یې ماشومان وړي او کورنۍ یې پرېښانه ده.»

له دې سره سم، له ایرانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج سربېره د هه ‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، په ایران کې د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د اعدام شویو ۹۶ زندانیانو له ډلې ۵ هغه یې افغانان وو.

هه‌‌نګاو د راپور په خپرولو سره ویلي: « په تېره یوه میاشت کې د ایران اسلامي جمهوریت په زندانونو کې لږ تر لږه ۹۶ بندیان اعدام شوي دي. دا د ۲۰۲۴ کال د جولای پرتله چې ۵۵ اعدامونه په کې ثبت شوي وو، لږ تر لږه ۴۱ قضیې چې ۷۴.۵ سلنه کېږي، زیاتوالی ښیي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، ایران او پاکستان له افغان کډوالو د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او ټینګار کوي چې کابل، اسلام اباد او تهران ترمنځ باید دوامداره خبرې پیل شي، ترڅو د افغان کډوالو د جبري اخراج مخنیوي وشي. دوی ټینګار کوي چې د ایران قضایي نظام له افغان کډوالو سره په چلن کې روڼتیا نه لري.

د چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: « له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو او نړۍ سره خبرې وکړي او دا ستونزه له ډېپلوماټیکو لارو حل کړي. هغه کسان چې مجرم او تورن ګڼل شوي، باید د افغانستان په داخل کې محاکمه شي او که چېرې په نورو هېوادونو کې محاکمه کېږي، باید د اسلامي امارت تر نظر لاندې محاکمه شي، ترڅو له عادلانه او منصفانه فیصلو ډاډ ترلاسه شي.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه اندېښنې داسې مهال دي چې تر دې وړاندې ایران هم په بې ساري ډول د افغان کډوالو د جبرې اخراج لړۍ چټکه کړې.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، تېر کال ایران او پاکستان ۲ میلیونه کډوال افغانستان ته را شړلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist