Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له تهرانه د ملګرو ملتونو غوښتنه؛ د افغان کډوالو انساني کرامت خوندي کړئ

له تهرانه د ملګرو ملتونو غوښتنه؛ د افغان کډوالو انساني کرامت خوندي کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/24

له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اخراج له شدت سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي په ایران کې د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې.

نوموړي له تهران غوښتي چې د افغان کډوالو جبري اخراج په لړ کې بشري حقونه او انساني کرامت په پام کې ونیسي.

په ورته مهال، د ایران بهرنیو چارو وزیر هم د بېرته ستنېدو پر مهال د افغان کډوالو د انساني کرامت پر ساتلو ټینګار کړی او په خبره یې، د کډوالو ستنولو بهیر له سرپرست حکومت او ملګرو ملتونو سره په همغږۍ پیل شوی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي: « ایران له څلورو لسیزو زیاتې مودې لپاره د افغان وګړو کوربه ‌توب کړی او نور باید افغانان خپل هېواد ته ستانه شي. هغه کسان چې په ایران کې غیر قانوني ژوند کوي، ستنول یې مهم دي او یوازې هغه کسان چې په قانوني توګه په ایران کې مېشت دي، زموږ له اسانتیاوو به ګټه پورته کړي.»

د ایران بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره او له ستنو کړای شویو کډوالو سره مرستې وکړي.

له دې سره سم، په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي، له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره يې ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي او په خبره يې، دا بودیجه د ملګرو ملتونو د مرستو له بېړني صندوق تمويل شوې.

په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر ویلي: « هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایرانه ایستل کېږي چې ډېری يې له سرپناه، روغتیايي پاملرنې او خوراکي توکو لرې پاتې دي. دغه وضعیت به افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې بحراني کړي. له ایران راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي، دا پیسې له زیانمنونکو د ملاتړ لپاره دي.»

بل پلو اسلام کلا ته ډېری کسان د اوړي په سخته ګرمۍ کې د مناسبې سرپنا، اوبو او نورو لومړنیو امکاناتو ته له لاسرسي پرته راستانه کړای شوي دي.

ځینې را ایستل شوي کډوال چې له ستونزو سره مخ دي، له سرپرست حکومت غوښتنې لري.

له ایرانه راستون شوی عبدالجبار وايي: « موږ هلته د کډوالۍ ژوند درلود، زموږ ماشومان یې ښوونځيو ته ونه نیول. اوس خپل وطن ته راغلیو یو او غواړو زموږ ماشومان درس ووايي، وطن مو آباد شي او موږ هم خوشبته شو.»

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون بیا وایي، تهران د افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه له سرپرست حکومت سره مشوره نه ده کړې او په خبره يې، دغه پرېکړه په يو اړخيز ډول شوې.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون ویاند احمدالله وثیق وايي: « د ګاونډیتوب دې اصل ته دوی هېڅ ډول ژمنتیا ونه ښوده. د دوی دې پرېکړې د افغانستان په داخل کې او له افغانستان د باندې د خیریه ټولو او ځینې هېوادونو له خوا څخه وغندل شوه او دا نا مناسب قدم وبلل شو. کوم افغانان چې هلته اوسېږي، دا د یوه هېواد وګړي دي او که نور هېڅ نه وي، د بشري حقونو له مخې هم باید داسې پرېکړه نه وای شوې چې په یوه ساعت کې تر ۳۰ زرو تنو را واړول شي؛ دا ښکاره خبره ده چې دومره کسانو ته خدمات وړاندې کول ناشوني دي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ايران په خراسان رضوي ولایت کې د ایران بهرنیو چارو وزارت استازي اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د قانوني استوګنې موده دوه میاشتې نوره هم غځول شوې ده.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دې پرېکړې پر بنسټ به د وږي یا سنبلې میاشتې له ۱۵مې وروسته افغان کډوال اړ وي چې د خپلې استوګنې د قانوني ضرب الاجل له ختمېدو سره جریمه هم ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist