Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ازموینو ملي اداره: سږ کال د کانکور ازموینې ګډونوال ۱۰ سلنه زیات شوي

د ازموینو ملي اداره: سږ کال د کانکور ازموینې ګډونوال ۱۰ سلنه زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/17

د ازموینو ملي ادارې چارواکو د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په پیل کې خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د دې ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وایي، تېر کال له شاوخوا ۲۰۰ زره کسانو د روڼتیا اصل په پام کې نیولو سره د کانکور په ګډون ۷۰ بېلابېلې ازموینې اخیستل شوې دي.

حقاني په دې اړه وايي: « موږ الحمدالله د یو کال په دوران کې ۷۰ سترې او کوچنۍ ډله ییزې ازموینې اخیستې دي. په دغو ازموینو کې په مجموعي توګه ۲۱۰ زره ۹۶۱ تنو ګډون کړی و. په دې ازموینو کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند امارتي پوهنتونونو لپاره د کانکور، د دینې مدارسو لپاره اختصاصي، د شپې پوهنځیو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو ازموینې شاملې دي.»              

حقاني دغه راز زیاتوي، د کانکور ازموینه کې د ګډونوالو لپاره د اسانتیاوو په موخه سږ کال په ختیځ او لوېدیځ نورستان کې دوې نوې حوزې رامنځته شوې، ترڅو متقاضیان په اسانۍ سره په یاده ازموینه کې برخه واخیستلی شي.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست په دې اړه وايي: « د کډونوالو د شکایتونو اورېدلو لپاره ځانګړې پاملرنه شوې او د هرې ازموینې پایلو له اعلان وروسته په منظم ډول د شکایت کوونکو شکایتونه ثبت کېږي او څېړل کېږي. په ۱۴۰۴ کال په نورستان ولایت کې د ختیځ نورستان او لوېدیځ نورستان لپاره هم د ازموینو حوزې رامنځته شوې او په ۱۴۰۵ کال کې به د بدخشان په واخان کې هم د ازموینو حوزه رامنځته شي.»

د ازموینو ملي ادارې مسوولین همدا راز زیاتوي، سږ کال له شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو د کانکور ازموینه اخیستل شوې چې له ډلې به یې نږدې ۸۷ زره کسان لوړو او نیمه ‌لوړو زده ‌کړو پوهنتونونو او موسسو ته لار پیدا کړي.

د ازموینو ملي ادارې تخنیکي سلاکار یما امان وايي: « د لوړو زده کړو په چوکاټ کې د عمومي کانکور د ازموینې سږنیو ګډونوالو شمېر ۱۰۲ زره ۱۷۰ تنه و. دا شمېره د تېرکال په پرتله ۱۰ سلنه لوړه وه. له دغو داوطلبو کسانو به شاوخوا ۸۰ زره لوړو زده کړو ته جذب شي.»

د دې ادارې مسوولین همدا راز د متقاضیانو اړوند ستونزو له منځه وړلو ډاډ ورکوي او زیاتوي چې د تېر کال په لړ کې یې په همدې موخه د هېواد په ۷ زونونو کې خپلې څانګې پرانیستې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist