نږدې یوه میاشت وړاندې د ایران او اسرییلو ترمنځ له جګړې وروسته، تهران ظاهراً د امنیتي فشارونو له امله، ایران څخه د افغان کډوالو جبري ستنول پيل کړل.
د راپورونو له مخې، لاهم یو شمېر افغانان په سختو شرایطو کې له ایرانه د ایستل کېدو انتظار کوي او دغې چارې د افغان کډوالو پر ژوند منفي اغېز کړی؛ داسې چې د کډوالو نړیوالو سازمانونو تند غبرګونونه يې هم راپارولي دي.
له ایرانه د افغانانو جبري اخراج ته د غبرګونونو په دوام، تازه د کرېکټ ملي لوبغاړو هم غبرګونونه ښودلي او د ايران دا ډول چلن يې د ټولو موازينو خلاف ياد کړی.
د ملي لوبغاړو له ډلې محمد نبي عسی خېل له افغان راستنېدونکو سره مرسته او د دوی لاسنيوی د ملي يووالي ازموينه بولي او له ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه له سوداګرو يې غوښتي چې په دې حساس وخت کې د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
عیسی خېل په دې اړه ویلي: « له بده مرغه په دې وروستیو کې زرګونه افغان کډوال له ایرانه په زوره ایستل کېږي؛ دغه کار نه یوازې د دوی د بشري کرامت خلاف دی بلکې د ژوندانه له ډېرو ننګونو سره یې هم مخ کړي دي. موږ له ټولو افغانانو، وروڼو او خویندو په ځانګړي ډول له ملي سوداګرو او شتمنو شخصیتونو تمه لرو چې دا وخت د بېوزلو هېوادوالو ملاتړ ته را ودانګي، خپلې مرستې ونه سپموي او د دغو مظلومو افغانانو د استوګنې، خوړو، درملنې او بېرته رغېدو لپاره لاسونه سره ورکړي. دا د ملي وحدت، همدردۍ او انسانیت ازموینه ده او موږ باید ثابته کړو چې افغان هېڅکله افغان نه هېروي.»
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هم له ایرانه د راستنو شویو بد وضعيت ته کتنه کړې او وايي، د راستنېدونکو په منځ کې مېندوراې ښځې او ماشومان بېړنیو روغتیايي او رواني مرستو ته اړتیا لري؛ دوی د ايراني چارواکو د بد چلن له امله ذهني شکنجه او ډار شوي دي.
له دې سره، د افغانستان د بشري حقونو مرکز له ایرانه په جبري او ډله ییزه توګه د افغان کډوالو ایستل د انساني کرامت خلاف کړنه بولي او په کلکه یې غندي.
د افغانستان بشري حقونو مرکز ویلي: « ایراني پولیس له افغان کډوالو په ځانګړې توګه ماشومانو او مېرمنو سره بد چلن کوي او تش لاس یې افغانستان ته ستنوي. دا کړنه د کډوالو له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او موږ یې په کلکو ټکو غندو. له نړیوالو بنسټونو غواړو چې د افغان کډوالو ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.»
له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اخراج بهیر له پراخېدو سره هممهاله، هلته مېشت افغان کډوال وایي، اوس هلته د افغانانو ژوند ډېر سخت شوی او راستنو شویو پر وړاندې د سرپناه نه شتوالی، پاکو اوبو ته د لاسرسي نه لرل او روغتیایي ستونزې یې عمده ننګونې دي چې سرپرست حکومت او نړیوال سازمانونه يې بايد په حل کې ورسره مرسته وکړي.
له ايرانه را ایستل شوی ذبیح الله وايي: « اوس چې له هغه ځایه را و ایستل شوم، غواړم خپل هېواد کې د کار زمینه راته برابره شي، ترڅو زما په ګډون هېڅ افغان مجبور نه شي د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.»
له ایرانه را ایستل شوی غلام وايي: « د ایراني پولیسو د چلن په اړه باید ووایم چې هرځای ځې، پیسې درنه غواړي. زما پنځه کسه کورنۍ ده، له ما یې ۱۵ میلیونه تومانه پيسې واخیستې؛ اوس دومره پيسې راسره نه شته چې کور ته پرې لاړ شي.»
که څه هم د راستنو کړای شویو افغان کډوالو ننګونو په تړاو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څه نه وایي، خو له دې وړاندې يې ډاډ ورکړی چې د راستنېدونکو ټولو ننګونو او ستونزو ته به رسېدنه کوي.
د کډوالو د حقونو یو شمېر مدافعان په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې روان چلن غندي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر ایران سیاسي فشارونه ډېر کړي، ترڅو افغان کډوالو سره له زور زیاتي لاس واخلي.
د کډوالو د حقونو مدافع ګلا خان بهادري وايي: « افغانان باید په دې سختو شرایطو کې سره یوموټی شي او د بېوزله هېوادوالو ملاتړ وکړي. د کډوالو د ستونزو په اړه باید کوټلي ګامونه واخیستل شي، لکه د نړیوالو بشري ادارو له خوا د بېړنیو مرستو زیاتېدل، ترڅو د کډوالو لومړنۍ اړتیاوې، سرپناه، خواړه او درمل پوره شي. د افغان سوداګرو او شتمنو له خوا د پراخو مرستو ترسره کول او پر ایران د نړیوالو فشارونو زیاتېدل، ترڅو د مهاجرینو د حقونو نقض ودروي.»
بل پلو، تازه د مرستو اسلامي سازمان وایي، د بېرته راستنېدونکو بېړنیو اړتیاوو په افغانستان کې روان بشري کړکېچ نورهم ژور کړی.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو په يوه خبر پاڼه کې وویل چې ۱.۴ ميليونه افغانان په جبري ډول له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته شړل شوي.
په خبر پاڼه کې راغلي، دغه کسان له لوږې، سرپناه نه لرلو او ستومانۍ سره مخ دي.