Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
محمد نبي: له ایران ایستل شویو افغانانو لاسنیوی د ملي یوالي، همدردۍ او انسانیت ازموینه ده

محمد نبي: له ایران ایستل شویو افغانانو لاسنیوی د ملي یوالي، همدردۍ او انسانیت ازموینه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/15

نږدې یوه میاشت وړاندې د ایران او اسرییلو ترمنځ له جګړې وروسته، تهران ظاهراً د امنیتي فشارونو له امله، ایران څخه د افغان کډوالو جبري ستنول پيل کړل.

د راپورونو له مخې، لاهم یو شمېر افغانان په سختو شرایطو کې له ایرانه د ایستل کېدو انتظار کوي او دغې چارې د افغان کډوالو پر ژوند منفي اغېز کړی؛ داسې چې د کډوالو نړیوالو سازمانونو تند غبرګونونه يې هم راپارولي دي.

له ایرانه د افغانانو جبري اخراج ته د غبرګونونو په دوام، تازه د کرېکټ ملي لوبغاړو هم غبرګونونه ښودلي او د ايران دا ډول چلن يې د ټولو موازينو خلاف ياد کړی.

د ملي لوبغاړو له ډلې محمد نبي عسی‌ خېل له افغان راستنېدونکو سره مرسته او د دوی لاسنيوی د ملي يووالي ازموينه بولي او له ټولو افغانانو  او په ځانګړې توګه له سوداګرو يې غوښتي چې په دې حساس وخت کې د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

عیسی ‌خېل په دې اړه ویلي: « له بده مرغه په دې وروستیو کې زرګونه افغان کډوال له ایرانه په زوره ایستل کېږي؛ دغه کار نه یوازې د دوی د بشري کرامت خلاف دی بلکې د ژوندانه له ډېرو ننګونو سره یې هم مخ کړي دي. موږ له ټولو افغانانو، وروڼو او خویندو په ځانګړي ډول له ملي سوداګرو او شتمنو شخصیتونو تمه لرو چې دا وخت د بېوزلو هېوادوالو ملاتړ ته را ودانګي، خپلې مرستې ونه سپموي او د دغو مظلومو افغانانو د استوګنې، خوړو، درملنې او بېرته رغېدو لپاره لاسونه سره ورکړي. دا د ملي وحدت، همدردۍ او انسانیت ازموینه ده او موږ باید ثابته کړو چې افغان هېڅکله افغان نه هېروي.»

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هم له ایرانه د راستنو شویو بد وضعيت ته کتنه کړې او وايي، د راستنېدونکو په منځ کې مېندوراې ښځې او ماشومان بېړنیو روغتیايي او رواني مرستو ته اړتیا لري؛ دوی د ايراني چارواکو د بد چلن له امله ذهني شکنجه او ډار شوي دي.

له دې سره، د افغانستان د بشري حقونو مرکز له ایرانه په جبري او ډله‌ ‌ییزه توګه د افغان کډوالو ایستل د انساني کرامت خلاف کړنه بولي او په کلکه یې غندي.

د افغانستان بشري حقونو مرکز ویلي: « ایراني پولیس له افغان کډوالو په ځانګړې توګه ماشومانو او مېرمنو سره بد چلن کوي او تش لاس یې افغانستان ته ستنوي. دا کړنه د کډوالو له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او موږ یې په کلکو ټکو غندو. له نړیوالو بنسټونو غواړو چې د افغان کډوالو ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.»

له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اخراج بهیر له پراخېدو سره هم‌مهاله، هلته مېشت افغان کډوال وایي، اوس هلته د افغانانو ژوند ډېر سخت شوی او راستنو شویو پر وړاندې د سرپناه نه شتوالی، پاکو اوبو ته د لاسرسي نه لرل او روغتیایي ستونزې یې عمده ننګونې دي چې سرپرست حکومت او نړیوال سازمانونه يې بايد په حل کې ورسره مرسته وکړي.

له ايرانه را ایستل شوی ذبیح الله وايي: « اوس چې له هغه ځایه را و ایستل شوم، غواړم خپل هېواد کې د کار زمینه راته برابره شي، ترڅو زما په ګډون هېڅ افغان مجبور نه شي د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.»

له ایرانه را ایستل شوی غلام وايي: « د ایراني پولیسو د چلن په اړه باید ووایم چې هرځای ځې، پیسې درنه غواړي. زما پنځه کسه کورنۍ ده، له ما یې ۱۵ میلیونه تومانه پيسې واخیستې؛ اوس دومره پيسې راسره نه شته چې کور ته پرې لاړ شي.»

که څه هم د راستنو کړای شویو افغان کډوالو ننګونو په تړاو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څه نه وایي، خو له دې وړاندې يې ډاډ ورکړی چې د راستنېدونکو ټولو ننګونو او ستونزو ته به رسېدنه کوي.

د کډوالو د حقونو یو شمېر مدافعان په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې روان چلن غندي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر ایران سیاسي فشارونه ډېر کړي، ترڅو افغان کډوالو سره له زور زیاتي لاس واخلي.

د کډوالو د حقونو مدافع ګلا خان بهادري وايي: « افغانان باید په دې سختو شرایطو کې سره یوموټی شي او د بېوزله هېوادوالو ملاتړ وکړي. د کډوالو د ستونزو په اړه باید کوټلي ګامونه واخیستل شي، لکه د نړیوالو بشري ادارو له خوا د بېړنیو مرستو زیاتېدل، ترڅو د کډوالو لومړنۍ اړتیاوې، سرپناه، خواړه او درمل پوره شي. د افغان سوداګرو او شتمنو له خوا د پراخو مرستو ترسره کول او پر ایران د نړیوالو فشارونو زیاتېدل، ترڅو د مهاجرینو د حقونو نقض ودروي.»  

بل پلو، تازه د مرستو اسلامي سازمان وایي، د بېرته راستنېدونکو بېړنیو اړتیاوو په افغانستان کې روان بشري کړکېچ نورهم ژور کړی.

 له دې وړاندې ملګرو ملتونو په يوه خبر پاڼه کې وویل چې ۱.۴ ميليونه افغانان په جبري ډول له ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته شړل شوي.

 په خبر پاڼه کې راغلي، دغه کسان له لوږې، سرپناه نه لرلو او ستومانۍ سره مخ دي.

شريک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist