Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوهنې وزارت: له ايران او نورو هېوادونو راستانه شوي زده ‌کوونکي به ښوونځيو ته جذب شي

پوهنې وزارت: له ايران او نورو هېوادونو راستانه شوي زده ‌کوونکي به ښوونځيو ته جذب شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/14

د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، له ايران په اخراجېدونکو افغانانو کې ډېری هغه يې ماشومان هم دي چې له اخراجېدو سره يې د زده کړو د دوام په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

خو د پوهنې وزارت ډاډ ورکوي چې يادو راستنېدونکو ماشومانو ته به په ښوونځيو کې د زده کړو زمينه حتما برابروي.

د دې وزارت مسوولین وايي، ماشومانو ته د زده کړو خوندي فرصت رامنځته کول يې مکلفيت دی او له توپير پرته به دا امتياز له ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو راستنو شویو افغان ماشومانو ته هم ورکوي.

د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه وايي: « د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال له پيل راهیسې، یوازې د کابل ښار پوهنې ریاست له خوا په دوو دورو کې له ۷۰۰ کسانو د سویې د تثبیت ازمونه اخیستل شوې او له خپلو تعلیمي سویو سره سم، اړوند ټولګیو ته ور پېژندل شوي دي. دا اقدام نه یوازې د زده کړو له حق د ټولو ماشومانو د برخمنتوب مانا لري بلکې د ثبات او ملي یوالي په پیاوړتیا کې هم رغنده رول لوبوي. د یادونې وړ ده چې دا بهیر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیاوړی او دوامداره وساتل شي، ترڅو ټولو راستنو شویو ماشومانو ته د زده کړو فرصتونه برابر شي.»

د پوهنې وزارت د کورنيو له سرپرستانو، اړوندو سیمه‌ییزو مسوولینو، دیني علماوو او خیریه بنسټونو غوښتنه کړې چې په بریالۍ توګه د دې مسوولیت په ترسره کېدو کې ورسره همکاري وکړي.

خو په ايران کې ځيني مېشت کډوال چې د اخراج له ګواښ سره مخ دي وايي، د خپلو ماشومانو او په ځانګړې توګه د لوڼو د تعليم او تحصيل ناڅرګند برخليک په اړه اندېښنه لري.

 دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د هلکانو په څېر نجونو ته هم په خپل هېواد کې د تعليم او تحصيل بشپړه زمينه برابره کړي.

په ايران کې مېشته افغان کډواله لینا وايي: « باید راستنو شویو ځوانانو ته د مسلکي زده کړو کورسونه او ټولنیز خدمتونه چمتو کړي او دغه راز د زده کړو زمینه ورته برابره کړي. دا ګامونه کولی شي د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي او د بیا ځل مهاجرت مخه نیسي.»

د تازه خپرو شویو راپورونو له مخې، په ایران کې يو شمېر هټۍ او د ډوډۍ پخولو تنورونه پر افغانانو د خوړو او ډوډۍ له پلورلو ډډه کوي او د ایران پولیسو له لوري، له کډوالو سره په تاوتریخجن، له سپکاوي ډک او بد چلن کې هم مثبت بدلون نه دی راغلی.

د یادو اندېښنو په دوام، د نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي سرپرست حکومت ته په کار ده چې ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې رسېدنه وکړي او په خبره یې، سرپرست حکومت مسوولیت لري چې د هلکانو په څېر نجونو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « اسلامي امارت ته په کار ده هغه محدودیتونه چې د تعلیم او تحصیل په اړه وضع شوي، پر دغو بندیزونو بیا ځل کتنه وکړي او ټولو ځوانانو د تعلیم او تحصیل فرصتونه برابر کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې دوې اوونۍ وړاندې د ماشومانو د ژغورنې صندوق په یوه راپور کې وویل چې په جون میاشت کې له ایرانه نږدې۸۰ زره افغان ماشومان هېواد ته راستانه شوي چې شاوخوا ۷ زره هغه بې سرپرسته دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist