Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: کابل کې سر له سبا د پاسپورټونو وېش لړۍ پيل کېږي

پاسپورټ ریاست: هره ورځ ۸ زره پاسپورټونه وېشل کېږي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/27

د پاسپورټ مشر عالم ګل حقاني،چې پکتیا ولایت ته په سفر تللی وايي، اوس هره ورځ په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې  اته زره کسانو ته پاسپورټونه وېشل کېږي او هڅه دا ده،چې د خلکو غوښتنو ته په کتو دغه شمیر لا ډېر شي.

 حقاني زیاته کړه:« ولایتونو کې چې کار پیل شو.هر ولایت کې تر دوو سوو پاسپورټونه ویشل کیږي ، دری څلور زرو ته رسېږي او له مرکز سره هره ورځ اته زره کسانو ته پاسپورټونه وېشو.»

په ورته وخت کې حقاني له خلکو وغوښتل،چې کمیشن کارانو ته دې پیسې نه ورکوي.

حقاني زیاتوي، د کمیشن کارانو نیول یې پیل کړي او هغو کسانو ته پاسپورټونه  نه وېشل کېږي،چې کمیشنکارانو ته پیسې ورکوي. 

حقاني زیاتوي:« موږ کمیشن کاران نیسو،د قانون منګولو ته یې سپارو، که چیرته چا کمیشن کار ته پیسې ورکړې، څېړنه یې کېږي نوم یې تور لیست کې لیکل کېږي او هېڅکله به هم پاسپورټ تر لاسه نه کړي.»

حقاني وايي، پلازمینه کابل او ولایتونو کې د بای میټیریک او ځنې نور وسایل له کاره لویدلي او نږدې ورځو کې به نور راوړل شي او په دې سره به وکړی شي،چې د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي.

هغه وايي:« پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د بای میټریک او ځنې نور وسایل له کاره لویدلي دي. په  نږدې ورځو کې به نور راورسېږي او د پاسپورټونو د ویش ټولو مرکونو ته به یې ولېږو.»

مراجعینو د پاسپورت له مشر علم ګل حقاني غوښتنه وکړه،چې په ټولییز ډول دې د کارکوونکو شمیر زیات کړي او ښځینه کار کوونکو ته دې اجازه ورکړل شي،چې د ښځو اړوند چارې ترسره کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist