Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې کروندګر د کرنیز لابراتوار غوښتنه کوي

کندهار کې کروندګر د کرنیز لابراتوار غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/10

کندهار د تازه میوو له پلوه د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې انار، مڼه او انګور په کې تر نورو مېوو ډېر حاصلات ورکوي.

سره له دې چې دغه میوې په کندهار کې پالل کېږي او بڼوال  یې د ژوند تېرولو عاید بولي خو د کرنیز لابراتوار نشتوالي له امله دوی د خپلو باغونو او نورو کرنیزو توکو پر ناروغیو نه پوهیږي او د حاصلاتو ډېره برخه يې له تاوان سره مخ کیږي.

دوی وايي، په دې ولایت کې کرنیز لابراتور ته جدي اړتیا ده چې  د کرنې او بڼونو اړوند ناروغیو تشخیص او درملنه پرې وشي.

کروندګر عبدالحلیم اغا وايي:«  دا لابراتوار چې موږ ته پیدا شي، دا زموږ کرنیز حاصلات به راچیک کوي، له تېر کال راهیسې دا زموږ کښتونه ټول مرض کوي. دا اوس زموږ ګندنو، پیازو او سبزیو ټولو مرض کړی.»

یو بل کروندګر زلمی  وايي:« له داسې زیانونو سره مخ یو چې یو رقم دوا موږ ته راکړي هغه بل رقم. دا زموږ کښت ته ګټه نه کوي. موږ که کرنیز لابراتوار ولرو، دوا راته چیک کړي نو بیا  بهموږ ته ملوم شي چې دا دوا د دغه شي لپاره ګټه کوي.»

بلخوا د کرنې برخي کاروپوهان د کرنیزو توکو د ناروغیو د تشخیص لپاره لابراتوار اړین ګڼي.
 دوی زیاتوي چې د کرنیزو توکو پر  لابراتوار سربېره دې  د بې کیفیته نباتي درملو مخنیوی هم وشي.

کرنیز کارپوه انجنیر مسعود شاه وايي:« د لابراتوار اساسي ګټه داده چې تشخیص ترسره کیږي. تشخیص چې وشي، نو بیا هغه ستونزه مالومیږي، بیا د هغه مرض مطابق که د مرض وي که د افت وي، که د غذايي کیلت د موادو وي، بیا هغه ورته مشخص کیږي، کروندګرو ته ویل کیږي چې دغه مواد کار کړی په دومره فیصدي، بیا د عمر مطابق د بوټي مشکل حل کیږي.»

ورته مهال د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سره له دې چې کرنیز لابراتوار لري خو هڅه کوي چې دې برخه کې له پرمختللو لابراتوارونو استفاده وکړي.

 مسولین د یادو ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ورکوي.

کندرهار کې بڼوال او کروندګر داسې مهال د کرنیز لابراټوار غوښتنه کوي، د مالوماتو له مخې، په دې ولایت  څو کلونه وړاندې یو شخصي کرنیز لابراتوار په فعالیت پیل  کړی و چې د نامالومو دلایلو امله اوس فعالیت نه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist