Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کرېکټ نړیوال افغان لوبڅار بسم الله جان شینواري جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د کرېکټ نړیوال افغان لوبڅار بسم الله جان شینواري جنازه خاورو ته وسپارل شوه

shamshadnews by shamshadnews
2025/07/09

د کرېکټ یوه زړور افغان لوبڅار له مسلک سره څه چې ان له نړۍ سره خدای په اماني وکړه.

بسم الله جان شینواري د کرېکټ لوبڅارۍ اوږده تجربه درلوده او د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبڅارانو (ایلیټ پلاوي) غړی و.

نوموړي په ۳۴ یو ورځنیو نړیوالو، ۲۶ شل اوریزو نړیوالو، ۳۱ فرسټ کلاس، ۵۲ لېست اې او ۹۶ کورنیو شل اوریزو سیالیو کې لوبڅاري کړې.

څو ورځې وړاندې يې د پېښور په یوه روغتون کي د وزن کمولو عملیات وکړل او له همدې امله يې روغتيايي وضعيت نازک او بلاخره يې د دوشنبې په ماښام په روغتون کې پور پرې کړ.

کرېکټ بورډ د بسم الله جان شينواري مړینه یوه لویه ضایعه بولي او زیاتوي چي نوموړی نه یوازي یو ښه لوبڅار و بلکې د افغانستان د کرېکټ په وده کې يې هم نه هېرېدونکې هلې ځلې کړې او کارنامې ترې پاتې دي.

د کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی وايي: « په ریښتیا هم ده چې په تېرو ۱۵ کالو کې افغان کرېکټ ته کومې هلې ځلې وکړې، د هېرولو نه دي. هغه یوازې لوبڅار نه و بلکې په هره برخه کې یې هڅې کولې. ده په خپله سیمه کې ډېر رسوخ درلود او د ډېرو لاسنیوی یې کاوه.»

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « د بسم الله جان شینواري وفات په ریښتیا لویه ضایعه ده. د افغانستان د کرېکټ بورډ مشرتابه، لوبغاړي او کارکوونکي د دوی له کورنۍ سره په دې لوی غم کې ځان شریک بولي او مرحوم ته د خدای(ج) له درباره د جنت غوښتنه کوي. خدای بښلي د افغانستان نوم په نړیوالو ډګرو روښانه ساتلی و او د لوبڅارۍ په مسلک کې یې ډېر ستر خدمتونه کړي.»

ملي لوبغاړی کریم صادق چې د بسم الله جان شینواري له نږدي ملګرو دی، په ډکو سترګو په خپل ملګري خاوري اړوي.

ځيني پخواني لوبغاړي په اسانۍ د کرېکټ په ډګر کې د نوموړي د تشې ډکول ناممکن بولي.

د کرېکټ پخوانی لوبغاړی هستي ګل عابد وايي: « بسم الله جان د افغانستان او نړۍ په غوره لوبڅارانو کې یو و. نوموړی یوازې لوبڅار نه و بلکې د افغان کرېکټ په ډېرو مهمو برخو کې یې رول لوبولی. بسم الله جان خپلې سیمې او ځوانانو ته هم ډېر کارونه کړي.»

له رسمي کارونو ورها خوا، بسم‌الله جان شينواري په خپل کلي کې د کرېکټ ودې لپاره د کار ترڅنګ، د اړمنو لاسنيوی هم کړی.

د غني خېلو اوسېدونکي وایي، موده وړاندې په یوه پېښه کې د بسم الله جان شینواري د کورنۍ څو تنو غړیو ژوند بايلود او له همدې کبله يې په وروستيو کې د ګڼو يتيمانو سرپرستي هم کوله.

د غني‌خېلو اوسېدونکی وايي: « د حاجي بسم الله جان مړینه نه یوازې د شینوارو ولس او افغانستان لپاره بلکې د نړۍ د کرېکټ لپاره هم لویه غمیزه ده.»

د غني خېلو یو بل اوسېدونکی وايي: « د ده مړینه یوازې په کورنۍ پورې اړه نه لري، بلکې پر ټول ولس او هغو یتیمانو ډېر اغېز لري چې له ده سره په چم ګاونډ کې اوسېدل او ده یې سرپرستي کوله. نن چې د ده په مرګ خپلو او پردیو ویر کاوه، لامل یې دا و چې نوموړی ډېر مخلص انسان و.»     

بسم الله جان شینواري د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د لومړي ځل لپاره د عربي متحده اماراتو په شارجې کې د ایرلنډ او افغانستان ترمنځ د نړیوالې لوبې څارنه وکړه او وروستی ځل یې د روان کال د فبرورۍ پر ۱۸مه په همدې هېواد کې د امریکا او عمان ترمنځ د یوې نړیوالې لوبې لوبڅاري کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist