Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 بلخ کې دیني عالمان: رسنۍ د ټولنې ناخوالو مخنیوي او عامه پوهاوي کې مهم رول لري

 بلخ کې دیني عالمان: رسنۍ د ټولنې ناخوالو مخنیوي او عامه پوهاوي کې مهم رول لري

shamshadnews by shamshadnews
2025/07/09

بلخ ولایت کې د سرحدونو او قومونو ریاست  له لوري د شخړو حل او ناسمو دودونو د مخنیوي په موخه جوړې شوې ناستې ته د دې ولایت دیني عالمان، قومي مخور او چارواکي بلل شوې.

په دې ناسته کې د ناسمو دودونو د له منځه وړلو او په دې برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو کې د رسنیو پر رول ټینګار شوی.

دیني عالمان وايې، رسنۍ او ممبر دوه هغه ادرسونه دي چې له لارې په اسانۍ خلکو ته پيغام رسېږي چې د ټولنیزو شخړو او ناسمو دودونو کې هم موثر رول لري.

دینی عالم محمد رسول بلخي وايي:« رسنۍ بهترین کار کوي چې د ټولنې ناخوالو مخنیوي او عامه پوهاوي کې مهم رول ادا کوي. ځیني خلک رسنۍ بدې بولې خو هغه مسوولیت چې رسنۍ ادا کوي بل څوک یې نه شي کولی. څنګه ملا په ممبر خلکو ته پوهاوی ورکوي نو همداسې رسنۍ ولس ته پیغام رسوي، نو عالمان له دغسې رسنیو سره کینې او د شخړو حل په موخه  خپل شرعي احکام بیان کړي څو ټولنه اګاه شي، دا پوهاوی یوازې پر ممبر نه کېږي.»

قومي مشر محمد عثمان کریمي بیا وايي:«  رسنۍ په ټولنه کې خورا مهم رول لري، هره ټولنه کې رسنۍ یوه قوه ده، د درې دولتي قواوو ترڅنګ چې مقننه، اجراییه،قضایه دي څلورمه یې رسنۍ ده، همدا رسنۍ دي چې په عامه پوهاوي کې خپل مسوولیت ادا کوي.»

په ورته وخت کې  یو شمېر قومي مشران وایي، د ټولنیزو شخړو حل او د ناسمو دودونو مخنیوی یوازې د حکومت  نه، بلکې د قومي مخورو  مسووليت هم دی چې د دې مسولیت په ترسره کولو سره راتلونکي نسلونه له ستونزو ژغورلی شي.


قومي مشر منیر مشواڼی په دې اړه وايي:« دې کې ۱۰۰ سلنه قومي مشران رول لري او موږه ډېری شخړې او له کالونو را پاتې دوښمنۍ مو بغیر له دولتي اورګانونوپه سیمو کې حل کړي.»

یو بل قومي مشر عبد الباقي بیا وايي:« هرځای چې کوم جنجال رامنځته شي یا د مبایل له لارې او یا هم حضوري ورغلي یو حل کړی مو دی، که د دواړو لورو هرڅومره درد په زړه کې وي د قومي مشر په منځګړیتوب هر څه له منځه ځي.»

په همدې حال کې د بلخ ولایت د سرحدونو  قومونو، او قبایلو چارو ریاست  هم مني چې د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي خپرونو په تولید سره دغه ولایت کې ټولنیزې شخړې کمې شوي او هڅه کوي چې یادې برخې ته لا پاملرنه ډېره کړي.

 د بلخ ولایت قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو رییس سردار محمد محمدي وايي:« له قومي مشرانو او مخورو څخه د شخړو پر حل کې همکاري غواړو، قومي مشران د ناسمو رواجونو په لمنځه وړلو کې مهم رول لري، خو د رسونې  او عامه پوهاوي کې بیا دغه رسنۍ خورا مهمې دي، رسنیو سره انشاالله زموږ ریاست همکار دی او نورې ادارې هم ورسره پوره همکارې دي.»

د بلخ قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو ریاست د مالوماتو پر اساس، د دغه ولایت په مرکز او ۱۶ ولسوالیو کې یې له تېر یوه کال تر دې مهاله شاوخوا ١٣٠ شخړې حل کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist