Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ایرانه راستانه شوې کډوال: اسلام کلا کې کېدونکې مرستې کافي نه دي

له ایرانه راستانه شوې کډوال: اسلام کلا کې کېدونکې مرستې کافي نه دي

shamshadnews by shamshadnews
2025/07/09

له ایرانه د زرګونه راستنېدونکو کډوالو یوه بله جوپه هم تازه کابل ته را ورسېده. راستون شوی فرهاد په اوښلنو سترګو او غریو نیولي انداز له ایرانه د خپل راتګ کیسه کوي.

 دی وایي، ایراني پوليسو ترې د ۲۵۰میلیونو تومانو په ارزښت کور په زور ضبط کړی او خالي لاسونه یې افغانستان ته را استولی دی.

له ايران راستون شوی فرهاد وايي: « ۲۵۰ میلیونه تومانه مې کور نیولی و، یو تومان یې هم رانه کړ؛ حتا د موټر کرایه یې هم رانه کړه چې تر دې ځایه ځان را ورسوم. ډېر بد چلن یې کاوه، زموږ کوچني ماشومان یې وهل.»               

یو شمېر نور راستانه شوي بیا وایي، ایراني پوليسو د قانوني اسنادو لرونکي افغانان هم په زور نیول، خپل هېواد ته یې راستنول او د دې ترڅنګ یې خپلو ټولو اتباعو ته امر کړی چې افغان کارګرانو ته د مزدورۍ پيسې ور نه کړي.

له ايرانه راستون شوی احمد جان وايي: « پاسپورټ او اسنادو هېڅ ارزښت نه درلود، دا یې نه کتل بلکې تا ته یې کتل. د کوم ځای یې، د افغانستان، بس درځه.»

له ایران راستون شوی جاوید هاشمي وايي: « ما ته یې د ګرو نیولي کور پیسې رانه کړې، کله مې چې پیسې غوښتې نن سبا یې کول، ترڅو چې زه مجبور شوم او را ووتلم.»

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مسوولین چې له يادو راستنېدونکو سره د مرستې لپاره د مرستنديانو ترمنځ همغږي پر غاړه لري وايي، د راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، تر خپلو اصلي مېنو یې د رسولو او د دوی بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو سره عملا کار کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي: « د اقتصاد وزارت ټولې اړین سهولتونه کورنیو او بهرنیو مرستندویه ادارو ته برابر کړي دي. په دې وخت کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د خدمتونو وړاندې کول زموږ په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.»         

له ایرانه راستانه شوې کډوال په داسې حال کې د خپل ناوړه وضعیت له امله شکایت کوي چې د ایران له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ د ملګرو ملتونو، سره صلیب او یو شمېر نورو خپلواکو بنسټونو غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist