Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د اسلامي امارت پر وړاندې د ځینو هېوادونو اوسنی دریځ د ستایلو وړ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/22

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د طالبانو پر وړاندې د ځنو هېوادونو اوسنی دریځ ستايي او په دې باور دي،چې د نړیوالو اړیکې مشروطې دي.

دوی وايي، بریتانیا او په ټوله کې لویدیځ هېوادونه غواړي،چې اسلامي‌امارت د دوحې هوکړې پر اساس په تدریجي ډول د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړښت لپاره خپله اوسنۍ تګلاره بدله او ټولو اقلیتونو او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي.

کارپوه هدایت حنیف شینواری وايي:« که څه هم د بریتانیا حکومت ویلي،چې دافغانستان له نوي حکومت سره له معاملې پرته بله چاره نه لري او دا دا ښي،چې د بریتانیا حکومت د افغانستان له اسلامي امارت سره ښو اړیکو ټینګولو ته لېواله دی. دوی په دې اند دي،چې طالبان باید په تدریجي ډول د لویدیځ د غوښتنو پر اساس د یوه  پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره باید خپله تګلاره بدله کړي، له طالبانو څخه د لودیځ غوښتنې دا دي،چې د اقلیتونو حقوقو بشري او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او د دوحې د هوکړې پر اساس ټول شموله حکومت رامنځ ته کړي.»

د بریتانیا حکومت ویلي،دافغانستان له نوي نظام سره له تعامل پرته بله چاره نه لري او له اسلامي امارت سره ښې اړیکې غواړي، خو په مشروط ډول.

اخوا ځنې کارپوهان  بیا په دې باور دي،چې بریتانیا او ځينې نور لویدیځ هېوادونه له طالبانو سره د دیپلوماتیکو اړیکو دټینګولو لپاره او مذاکراتو پيل کولو لپاره لېواله دي،خو دا کار د رسمیت پیژندنې په مانا نه دی.

پخوانۍ دیپلوماته شکریه بارکزۍ وايي،د هېوادونو لپاره خپل داخلي امنیت مهم دی ا و انګلستان او نور لویدیځ هېوادونه نه غواړي،له افغانستانه ورته ګواښ پیښ وي.

بارکزۍ  زیاته کړه:« په دې وروستیو کې موږ وینو،چې د بریتانیا حکومت او هم ټول لودیځ له طالبانو سره په یو ډول مذاکرات پیل کړي،خو دا په دې مانا نه ده،چې ژر تر ژره به دوی پر رسمیت پیژندل کېږي،خو کیدای شي،چې د دوی ترمنځ دیپلوماتیکې خبرې روانې وي،ځکه چې نړۍ او په تېره بیا بریتانیا نه غواړي،چې له افغانستانه د دوی داخلي امنیت ته ګواښ متوجه شي.»

خو اسلامي امارت د لودیځوهېوادونو دا لیوالتیا،چې له کابل سره دیپلوماتیکې اړیکې له سره ورغوي، د افغانستان او نړۍ پر ګټه ګڼي،خو زیاتوي،چې له نړیوالې ټولنې او نورو هېوادنو سره به یې اړیکې په اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو ولاړې او متوازنې وې.

داسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي:« دا چې بریتانیا او هم نور هېوادونه دا تمایل ښي،چې په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي او د روابطو او تعاملاتو نوی فصل رامنځ ته شي، اسلامي امارت یې هرکلی کوي،ځکه چې دا یو مثبت ګام دی. د افغانانو او نړۍ پر ګټه دی او اسلامي امارت غواړي،چې د خپلو ملي ګټو اسلامي ارزښتونو او  د هېواد د خپلواک په نظر کې نیولو سره له نړۍ سره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره له نړیوالې ټولنې سره یوه متوازن او په اصولو ولاړ سیاست مخ ته بوځي.»

کارپوهان په دې باور دي، که اسلامي امارت د افغانانو اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې نړیوال قوانین او کنوایسنونه ومني او د نورې اسلامي نړۍ په څېر له نړیوالو سره تعامل وکړي،هغه مهال د افغانستان د نړیوال مشروعیت مسله حل کېدای شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې
افغانستان

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی
افغانستان

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ
افغانستان

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026
ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي
افغانستان

ایرو ایشیا: چین له یوې پېړۍ وروسته افغانستان سره پوله پرانیزي

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist