د دهلې بند د افغانستان په سوېل کې دویم لوی بند دی چې د کندهار ښار سربېره د دغه ولایت اوو ولسواليو، شاه وليکوټ، ارغنداب، دامان، ډنډ، ژېړۍ، پنجوايي او ميوند ځمکې او باغونه خړوبوي.
د کلونو په تېرېدو سره د دغه بند زېرمه تر ۴۰ سلنه زیاته له خټو او رسوباتو ډکه شوې چې ورسره د اوبو د زېرمه کولو کچه هم په همدې اندازه راټیته شوې.
د کندهار اوسېدونکي وايي، دغه بند نه یوازې له رسوباتو پاکولو ته اړتیا لري، بلکې ارتفاع يي هم باید لوړه شي چې د کندهار د ځمکو لپاره اوبه په بشپړ ډول ورسیږي.
د کروندګر پرویز وايي:« باید بند لوړ شي او دا کوم رسوبات او شیان چې په بند کې دي دا باید پاک شي. دا چې ۱۰متره لوړیږي باید ۱۵ لوړ شي چې څومره د دې ظرفیت وي.»
یوبل کروندګر عزت الله وايي:« له پسرلي راهیسې دا اوبه پالتو روانې وي، دا بند باید لوړ شي چې دغه اوبه راګرځیدلې وای اوس یې موږ ته ډېر کار کاوه.»
ورته مهال د کندهار سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وايي د یاد بند د ارتفاع لوړولو هڅې یې پيل کړي دي.
د کندهار سندیزې حوزې ریاست د اوبو تنظیم ساحوي مسوول محمد الله یقوبي وايي:« د دهلې بند کښته د کندهار اوه ولسوالۍ خړوبیږي، یو ارزښتمن بند دی. د دې بند لپاره موږ د مشرانو سره تماسونه نیولي دي، غوښتنه مو کړې، په رسمي ډول په مستقیم او غیري مستقم ډول.»
دې بند ته د اوونۍ دوې ورځې پنجشنبه او جمعه زرګونه سیلانیان هم ورځي چې جوړول يې نه یوازې دا چې د کندهار کروندګرو ستونزې راکموي، بلکې د سیلانیانو په شمېر کې به هم د پام وړ ډېروالي راشي.
د مخکېني حکومت پر مهال دهلې بند لوړولو او درېیو برخو نورو لپاره د اسیا پرمختیایي بانک او نړیوال بانک د ۶۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې اعلان وکړ او تمه وه چې د ۲۰۲۱ کال نیمایي کې به د پروژې عملي چارې پیل شي خو د حکومت له ړنګیدو سره دا پروژه وځنډیده او لاهم په اړه یې کوم څرک نه لیدل کیږي.